ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د بلخ په دیني مدرسو کې د افراطیت درسونه نشته

چارواکي: د بلخ په دیني مدرسو کې د افراطیت درسونه نشته

author avatar
7 Feb 2016 - 15:10
چارواکي: د بلخ په دیني مدرسو کې د افراطیت درسونه نشته
author avatar
7 Feb 2016 - 15:10

مزارشريف (پژواک، ۱۸ سلواغه ۹۴): د بلخ ولايت د پوهنې رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې داسې ديني مدرسې هم فعاليت کوي چې له دوی سره رسميت نه لري.

خو نوموړي زياته کړه، هېڅ داسې مدرسه په بلخ کې نشته چې زده کوونکو ته دې د افراطيت درس په کې ورکړل شي.

د پوهنې رييس عبدالعزيز عزيز دغه څرګندونې د سلواغې په ۱۸مه په مزارشريف ښار کې د زينب د نجونو مدرسې د لومړي دور فراغت غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

د زينب د نجونو د دیني زده کړو مرکز د اسديې مدرسې څانګه ده چې له تېرو دوو کلونو په کې تدريس کېږي، له يادې مدرسې څخه په لومړي ځل ۲۶۷ نجونې فارغې شوې دي.

د پوهنې ریيس عزيز وويل چې په بلخ ولايت کې ۳۱ ديني مدرسې له دوی سره ثبت دي.

خو نوموړي زياته کړه چې له يادو ثبت شوو مدرسو پرته هم په ځينو ولسواليو کې ديني مدرسې شته چې له دوی سره هېڅ ډول رسميت نه لري.

د هغه په وينا، څو ځلې يې هڅه کړې چې يادې مدرسې له پوهنې رياست سره ثبت شي؛ خو لا هم دغه چاره په بشپړه توګه عملي شوې نه ده.

خو د پوهنې رييس وويل، دوی په يادو مدرسو کې پرته له دې چې ديني زده کړې په کې تدريس کېږي، د افراطيت او د وحشت په اړه د تبليغ هېڅ شک پرې نه لري.

نوموړي زياته کړه: ((د يادو مدرسو ځيني استادن له نږدې پېژنو، د ځينو په فراغت غونډو کې يې برخه هم اخلو؛ خو دا هم يو مشکل دی چې له دوی سره رسمي شوې نه دي.))

د پوهنې رييس د نجونو زده کړې د ټولنې د ښه والي لپاره اړين ګام وباله او له زينب مدرسې يې په دينې زده کړو سمبالې نجونې د ټولنې د خير لپاره ګټورې وبللې.

نوموړي زياته کړه، دا لومړی ځل دی چې په مزارشريف ښار کې له يوې دينې مدرسې ۲۶۷ نجونې فارغېږي.

له يادې مدرسې فارغې شوې زده کوونکې شبنم پژواک ته وويل چې د دوولسمه له فراغت وروسته يې په ياده مدرسه کې زده کړې پيل کړې او نن يې په ديني زده کړو کې د څوارلسم سند ترلاسه کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.