ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسدالله عمرخېل به د کندوز د والي په توګه وټاکل شي

اسدالله عمرخېل به د کندوز د والي په توګه وټاکل شي

author avatar
8 Feb 2016 - 17:18
اسدالله عمرخېل به د کندوز د والي په توګه وټاکل شي
author avatar
8 Feb 2016 - 17:18

کندوز (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٤): د کندوز ولايت سرپرست وايي چې د هغه د معلوماتو پر بنسټ، اسدالله عمرخېل د دغه ولايت د نوي والي په توګه ټاکل شوى دى.

 د کندوز ولايت سرپرست حمدالله دانشي پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر اوسه پورې يې له کومې رسمي سرچينې خبر نه دى ترلاسه کړى او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې هم ورته مکتوب نه دى لېږلى چې د دغه ولايت نوى والي څوک دى او کله به ټاکل کېږي.

 خو هغه زياته کړه: "زما د شخصي اړيکو له مخې چې په  ولسمشرۍ ماڼۍ کې يې لرم، د کندوز د سولې عالي شورا مشر اسدالله عمرخېل د اجراييه رياست له خوا د والي په توګه ولسمشر ته وړانديز شوى دى."

 عمرخېل، له ١٣٨٩ کال راهيسې چې د سولې شورا رامنځته شوې؛ د کندوز د سولې شورا د رييس  په توګه دنده تر سره کوي.

 د کندوز ولايت سرپرست وويل، چې د والي د ټاکلو پر سر د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجراييه رياست تر منځ هوکړه شوې ، کېداى شي نن دغه موضوع معلومه شي او که چېرې اعلان وشي نو هغه به سبا خداى په اماني وکړي.

 دانشي زياته کړه: "تر اوسه پورې چې سرپرست وم، نو په ډېر خراب وضعيت کې مې سرپرستي وکړه، په  ډېره کمه موده کې مې دولتي ادارې فعاله کړې او د کندوز ښار اوسېدونکو ستونزو ته مې له خپل توان پورې لاسرسى وکړ او د خلکو او رسمي ناستو پر مهال مې د کندوز د مرکز او ولسواليو د امنيت د ټينګښت خبرې مطرح کړې چې بايد د وسله والو طالبانو پر وړاندې چاڼيز عمليات تر سره شي، دا چې تر اوسه عمليات نه دي شوي، دا خبره بيا په لوړپوړو دولتي چارواکو پورې تړلې ده."

 هغه وويل، خوشحاله دى چې کندوز ته والي ټاکل کېږي او نوموړى چې له دې وړاندې مرستيال والي و، له مرستيالۍ به هم ګوښه شي.

 دانشي، د تېرې يوې لسيزې پر مهال د کندوز ولايت د مرستيال والي او له هغه وروسته د طالبانو له لوري د کندوز ښار له نيول کېدو وروسته د ياد ولايت د سرپرست په توګه دنده تر سره کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.