کابل (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٤) : د افغانستان لوبغاړو د سوېلي اسيا د لوبو په بېلابېلو سياليو کې تر اوسه ٧ مدالونه ګټلي دي.
د دغو سياليو د رسمي ويبپاڼې د معلوماتو له مخې، دا لوبې چې د تېرې جمعې په ورځ پيل شوې دي، ټاکل شوې ده چې دوه اونۍ دوام وکړي.
په دې لوبو کې د سوېلي اسيا د اتو هېوادونو سلګونو لوبغاړو په ٢٥ بېلابېلو لوبو کې برخه اخيستې ده.
په دې سياليو کې د ګډون په موخه لسګونه افغان لوبغاړي د اولمپيک د ملي کمېټۍ په سرپرستۍ د هندوستان ګواټي ښار ته تللي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر اوسه افغانستان په يو شمېر لوبو کې دوه د نقرې او څلور د برونزو مډالونه ګټلي دي چې ټول يې په رزمي لوبو کې دي.
په ويبپاڼه کې راغلي چې افغان لوبغاړو يواځې د غېږ نيونې په سياليو کې څلور مډالونه ترلاسه کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر اوسه هندوستان ٥٨ مډالونو سره لومړى، سريلانکا ٤٩ مډالونو سره دويم، پاکستان په ٢٥ مډالونو سره درېيم، بنګله دېش په ٢٤ مډالونو څلورم او افغانستان په اوو مډالونو سره پنځم مقام لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن