ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د برېښنا د مزو په رغولو کې حکومت ته شرط اېښی

طالبانو د برېښنا د مزو په رغولو کې حکومت ته شرط اېښی

author avatar
8 Feb 2016 - 14:13
طالبانو د برېښنا د مزو په رغولو کې حکومت ته شرط اېښی
author avatar
8 Feb 2016 - 14:13

پلخمري (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٤): په بغلان ولايت کې له طالبانو سره د خبرو ځيني منځګړي وايي چې ‌طالبانو کابل ته د برېښنا د غځېدلو مزو د چپه شوو پايو د ترميم لپاره دا شرط اېښى چې حکومت بايد به ډنډغوري ساحه کې عمليات ودروي.

شاوخوا دوې مياشتې کېږي چې له ازبکستانه کابل ته راغځېدلې برېښنا پرې شوې ده.

سيمه ييز چارواکي وايي چې طالبانو لومړى يوه پايه د بغلان د مرکز اړوند ډنډشهاب الدين سيمه کې والوځوله او وروسته يې درې نورې پايې هم اړه کړې دي.

اوس بيا د بغلان ولايتي شورا مشر عبدالصمد ستانکزى وايي چې د برېښنا د پايو په اړه ځيني ځايي مشران ډنډشهاب الدين ساحې ته طالبانو ته ورغلي او خبرې يې کړې دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو دوى ته ويلي چې څو ورځې وروسته به په دې اړه خبرې وکړي.

د بغلان ولايتي شورا د سولې شورا د مشر په خبره، ټاکل شوې چې د راتلونکي پنجشبې په ورځ به سپين ږيري د دويم ځل لپاره طالبانو ته ورشي، خو کره معلومه نه ده چې طالبان به څه غوښتنې ولري.

په يوه سپين ږيري مرکچي چې د نوم په نه ښودو پژواک ته وويل: ((موږ طالبانو ته ورغلو، څو دولت ته د دې اجازه ورکړي چې د برېښنا پايې جوړې کړي، خو هغوى ويل چې دولت ته ووايي چې لومړى دې ځواکونه له ډنډ غوري وباسي، بيا به د پايو په اړه خبرې وکړو.))

د برېښنا پايو له ويجاړولو سره هم مهاله د بغلان مرکز پخلمري ښار ته څېرمه  په ډنډغوري کې د امنيتي ځواکونو چاڼيز عمليات هم پيل شوي چې ځايي چارواکي د خپل پرمختګ او طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.

تر دوو وړاندې ورځو پورې په علمياتو کې  له توپخانې او هوايي بريدونو ګټه اخيستل کېده، خو له دې وروسته د ښکېلو خواوو تر منځ يواځې پاشلې ډزې روانې دي، خو د توپخانه او بمبار بند شوى دی.

طالبانو پژواک ته په استول شوي برېښنا ليک کې ويلي چې دولت بايد په رسمي ډول اعلان وکړي چې غواړي په ساحه کې د برېښنا پايې ترميم کړي او جګړه ودروي چې په دې صورت کې به طالبان هم جګړه ودروي.

په دې برېښناليک کې راغلي، په هغه صورت کې طالبان چمتو دي چې د برېښنا تخنيکي پرسونل او انجينرانو ته اجازه ورکړي چې سيمې ته ورشي او پايې ترميم کړي، طالبانو د هغوى د امنيت نيولو ډاډ ورکوي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.