هرات ښار ( پژواک،١٩سلواغه ٩٤ ): پوليسو يو تن طالبانو ته د مخابراتي شبکو د سلګونو سيمکارتونو د لېږد په تور د هرات هوايي ډګر کې ونيو.
د هېواد لوېديځ کې د ٧٠٥ سرحدي زون قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول احسان علومي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد تن غوښتل څو د روشن او ام ټي ان مخابراتي شبکو ٤٠٠ سيم کارتونه د هرات هوايي ډګر له لارې د بادغيس بالامرغاب ولسوالۍ کې طالبانو ته ولېږدوي، چې نيول شوى دى.
علومي زياته کړه چې نيول شوى تن، د بادغيس ولايت اوسېدونکى دى او دنده يې اخيستې وه څو له راجستر پرته سيمکارتونه د دولت وسله والو مخالفينو ته ور وړي .
د علومي په وينا، دې تن په خپل جرم اعتراف کړى دى.
نيول شوي تن له رسنيو سره له خبرو کولو ډډه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن