اروزګان (پژواک ١٩ سلواغه ٩٤): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې ناپېژاندو وسله والو د دې ولايت د ملي امنيت يو پخوانى کارکوونکى او د مدني فعال جاوېد خپلواک او وژل شوي خبريال امېد خپلواک پلار وژلى دى.
يوې امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه د ښار په خيرو کارېز سيمه کې نن ماښام څه باندې شپږ بجې شوې ده.
سرچينې زياته کړه، وژل شوى کس عبدالنبي نومېده او هغه مهال تر وسله وال بريد لاندې راغى، کله چې له جوماته د کور په لور روان و.
سرچينه کاږي، بريدګر تر بريد وروسته په تېښته بريالي شوي دي.
د يادولو وړ دى، چې د عبدالنبي زوى امېد خپلواک چې د پژواک اژانس خبريال و، څلور کاله وړاندې د اروزګان د ملي راډيو تلويزيون په ودانۍ کې د يوه بريد پرمهال ووژل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن