کابل (پژواک ٢٠ سلواغه ٩٤): ولسمشر غني د کندوز مشرانو ته د دې ولايت د نوي والي د ورپېژندلو پرمهال په بغلان کې روان عملیات د کندوز د کلابندۍ د ماتولو لپاره مهم وبلل او ويې ويل، بغلان ته يې فوق العاده ځواکونه استولي دي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښین د کندوز له یو شمېر مشرانو، علماوو، استازو، متنفذینو او ځوانانو سره وکتل او د دې ولايت نوی والي یې هغوی ته ور وپېژانده.
سرچينه کاږي، په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د کندوز د ولسي شورا ريیس انجنیر محمد دین، د مشرانو جرګې لومړي منشي مولوي عبدالله قرلق، د مدني ټولنې د بنسټونو د شبکې ريیس عبدالله رسولي، سناتور صفرمحمد کاکړ او د کندوز د ولایتي شورا مرستیال امرالدین ولي د نورو په استازیتوب خبرې.
یادو استازو کندوز ته د ولسمشر له همېشنۍ پاملرنې څخه د مننې په ترڅ کې د حکومت د اقتصادي او اصلاحي برنامو ملاتړ وکړ او د کندوز د والي په توګه یې د اسدالله عمرخېل ټاکنه یو غوره او مناسب انتخاب وباله.
دغو استازو په کندوز کې د امنیتي ستونزو، د دې ولايت د کلابندۍ د ماتولو، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د همغږي د زیاتوالي، د کندوز د بزګرو، مالدارو، پانګه والو او سوداګرو د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
سرچينه زياتوي، ولسمشر غني د کندوز د مشرانو د وړاندیزونو او غوښتنو له اورېدو وروسته وویل: "اسدالله عمرخېل چې ستاسو له لوري د شپږو معرفي شویو کسانو څخه د کندوز د والي په توګه غوره شوی، په کندوز ولایت کې زما ځانګړی، فوق العاده او باصلاحیته استازی دی."
ولسمشر د کندز نوي والي اسدالله عمرخېل ته وویل، چې له ملي امنیت شورا سره امنیتي او د افغانستان له کابینې سره اقتصادي او ټولنیز قراردادونه لاسلیک کړي.
اشرف غني څرګنده کړه، چې د افغانستان له کابینې او ملي امنیت شورا سره د هېواد د والیانو لاسلیک شوي تړونونه به په خپله وڅاري او په دې اړه د راپورونو ورکول یې د ولسونو مسوولیت وباله.
نوموړي په بغلان ولایت کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو روان عملیات د کندوز د کلابندۍ د ماتولو لپاره مهم وبلل او زیاته یې کړه، تېره شپه يې فوق العاده ځواکونه بغلان ته استولي، چې له دښمن څخه د سیمې د پاکولو په موخه بریالي عملیات ترسره کوي.
د ده په وينا، په کندوز کې د تشکیل شوې فرقې او د پولیسو د زون د تجهیز او پیاوړتیا هڅې کوي.
هغه زیاته کړه، د کندوز د هوایي ډګر مالي امکانات برابر شوي دي او د جوړولو چارې به یې د ملي دفاع وزارت د انجنیري کنډک ترسره کړي.
دى وايي: "د جمهوري ریاست او کندوز د خلکو ترمنځ د باور فضا رامنځته شوې."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن