ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب ولايتي شورا مشر دولتي ادارو کې په لاسوهنه تورن شو

د فارياب ولايتي شورا مشر دولتي ادارو کې په لاسوهنه تورن شو

author avatar
9 Feb 2016 - 15:29
د فارياب ولايتي شورا مشر دولتي ادارو کې په لاسوهنه تورن شو
author avatar
9 Feb 2016 - 15:29

 ميمنه ( پژواک،٢٠سلواغه ٩٤ ): د فارياب د عالمانو شورا غړو، د ولايتي شورا رييس د دولتي ادارو چارو  په ځانګړې توګه د پوهنې برخه کې په لاسوهنه تورن کړ؛ خو د ولايتي شورا مشر لاسوهنه ردوي.

د عالمانو شورا غړو، په هغه غونډه کې چې نن په ميمنې ښار کې جوړه شوې وه وويل چې معارف د ټول ملت ګډ بنسټ دى او بايد له سياست او مغرضانه لاسوهنې څخه لرې وي.

هغوى ګواښ وکړ که د ولايتي شورا مشر د پوهنې چارو کې له لاسوهنې لاس په سر نه شي، له ناوړه برخليک سره به  مخ شي.

د فارياب د عالمانو شورا مرستيال مولوي غلام نبي  غفوري وويل چې د ولايتي شورا مشر د پوهنې رياست مسوولين ګواښلي او رټلي دي، غواړي د قانون خلاف ، د قاري نادر په نوم يو تن دميمنې مرکزي دارالحفاظ د امر قاري عبدالله پرځاى وګوماري.

 

غفوري زياته کړه چې قاري عبدالله، د قرآن کريم حافظ ، وړ او تجربه لرونکى شخص دى؛ خو قاري نادر نه يواځې چې د قران کريم حافظ نه دى؛ بلکې وړتيا او لياقت هم نه لري او په دې مقام د هغه ګومارل به زياتې ستونزې وزېږوي.

نوموړي ګواښ وکړ که د ولايتي شورا مشر د پوهنې چارو کې له لاسوهنې لاس وا نه خلي، له ناوړه برخليک سره به مخ شي.

د فارياب دارالعلوم مدرسې امر مولوي محمد اسماعيل مجاهد وويل چې د ملي يووالي حکومت مشرانو ژمنه کړې وه چې کار به وړو کسانو ته سپاري او له فساد سره به کلکه مبارزه کوي؛ خو د ژمنو خلاف يې فساد ته لار هواره کړه.

مجاهد زياته کړه، څوک چې لس کلنه د کار تجربه لري او د ازادې سيالۍ له لارې ګومارل شوى دى، هغه په کور کېنوي او څوک چې د کار وړتيا نه لري، د مقررۍ مکتوب يې ورکړى، کارونه له خنډ سره مخ کوي.

نوموړي وويل چې د ولايتي شورا مشر بايد قانون او خپله د کار لايحه ولولي او د کارونو په وړاندې له خنډ جوړولو او لاسوهنې څخه لاس واخلي.

د فارياب د پوهنې رياست د اسلامي تعليماتو مرستيال مولوي نصير احمد وويل چې د ولايتي شورا مشر کافي تجربه نه لري، له خپل واک او مسووليت څخه وړاندې ګام پورته کوي او د پوهنې ټول اداري کارونه يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زياته کړه چې د قاري نارد د مقررۍ مکتوب چې د پوهنې وزارت لخوا د قانون او شريعت خلاف را استول شوى، څېرلى او ددې اجازه يې نه ده ورکړې چې دې څوکۍ ته معرفي شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.