واشنګټن ( پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٤) : په ملګرو ملتونو کې دافغانستان استازى وايي، امنيت شورا ته به وړانديز وکړي، څو د هغو هېوادونو پرضد اقدامات وکړي چې ترهګرو ډلو سره مالي مرسته کوي.
په ملګرو ملتونو کې دافغانستان دايمي استازي محمود صيقل دغه څرګندونې د سلواغې په ٢٠مه،له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې کړې دي.
صيقل څو مياشتې مخکې د پخواني استازي ظاهر طنين پر ځاى په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازى ټاکل شوى دى.
هغه زياته کړې : (( موږ پر داسې وړانديز کار پيل کړى دى چې امنيت شورا ته يې وړاندې کړي، څو د هغو هېوادونو ، چارواکو او ادارو پر ضد اقدامات وکړي چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.))
د نوموړي په وينا، دغه هېوادونه او خلک د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو په اړه نه يواځې د امنيت شورا له مصوبې څخه سرغړونه کوي، بلکې د افغانستان پر ضد د ترهګرو ډلو ملاتړ هم کوي.))
د صيقل په وينا، د يو شمېر هېوادونو په امنيتي ادارو کې ځينې داسې کسان شته چې هغوى ترهګرې ډلې او تاوتريخوالي د خپلو سياسي موخو لپاره کاروي، خو هغه د کوم هېواد نوم وانخيست.
ده زياته کړې : (( په دې اړه د امنيت شورا مصوبه دومره قوي نه ده، چې ددغو کسانو پر ضد اقدامات وشي څو دوى د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.
د افغانستان ځانګړى استازى وايي، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ او امنيت شورا د ترهګرو ډلو او د هغوى د مالي ملاتړ کوونکو پر ضد يوه مصوبه له پخوا څخه منظوره کړې ده.
خو صيقل زياتوي، په حکومتونو او دولتي ادارو کې يو شمېر هغه عناصر چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، د امنيت شورا له مصوبې سره سره اوس هم ازاد ګرځي او مهمې دولتي دندې هم لري.
نوموړي دغه راز وويل، د يو شمېر هېوادونو ځينې متقاعد شوي چارواکي هم د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، دغه کسان کله په لندن او کله په واشنګټن کې هم ليدل کېږي.
محمود صيقل وايي، دغه کسان د خپلو ويناوو پر مهال د طالبانو د برياليتوبونو کيسې کوي او له خلکو غواړي چې ستاينه يې وکړي.
ده زياته کړه : (( دوى چې په ښکاره دغه کارونه کوي، نو خداى پوه شه چې په پټه به دوى کوم کوم کارونه ترسره کوي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن