لښکرګا(پژواک،۲۰سلواغه۹۴): د هلمندامنيتي چارواکي وايي چې د افغان او بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو په ترڅ کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
په هلمند ولايت کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي د سلواغې په٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د ګرشک او نادعلي ولسواليو په مربوطاتو کې هوايي بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د دې بريدونو په ترڅ کې ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
ځاځي وايي چې د يادو بريدونو پرمهال د وسله والو مخالفينو يو شمېر وسايط هم له منځه تللي دي.
دغه راز د يادې قول اردو يوې امنيتي سرچيني پژواک ته وويل چې په سنګين او مارجې ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ اوس هم نښتې روانې دي.
سرچينې وويل چې د همدې جګړو له امله تېره شپه د ګرشک، باباجي او نادعلي ولسواليو په ګډه سيمه کوفکه او سالنګ کې د امنيتي ځواکونو دوه پوستې طالبانو نيولې دي.
د منبع په وينا، چې د امنيتي ځواکونو د شاه تګ پرمهال يو ټانګ پر ماين برابر شوى چې له امله يې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
دغه راز وسله وال طالبان هم په هلمند کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې تاييدوي.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې تېره شپه طالبانو په کوفکې سيمه کې د امنيتي ځواکونو يوه پوسته نيولې ده.
هغه وايي چې د پوستې د نيونې پرمهال ١٣ افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.
په هلمند کې داسې مهال جګړو زور اخيستى چې د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې د ولسي جرګې غړى عبدالجبار قهرمان په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره اوپراتيفي مسوول ټاکل شوى دى.
قهرمان تېره اوونۍ پژواک ته ويلي و چې د هلمند د امنيت د ټينګښت لپاره يې پلانونه بشپړ شوي او ډير ژر به يې پلي کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن