ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې د ناروې کمېټې پيسې غلا شوې

په بدخشان کې د ناروې کمېټې پيسې غلا شوې

author avatar
9 Feb 2016 - 18:43
په بدخشان کې د ناروې کمېټې پيسې غلا شوې
author avatar
9 Feb 2016 - 18:43

فيض اباد (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٤): په بدخشان کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له دفتره څه باندې درې ميليونه نغدې افغانۍ غلا شوې او په تړاو يې د دغه دفتر مالي مشر او دوه کارکوونکي نيول شوي دي.

د بدخشان امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخي داد حيدري پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژانده کسانو دا پيسې تېره شپه د بدخشان په مرکز فيض اباد ښار کې د ناروې کمېټې له سيف نه غلا کړې دي.

هغه زياته کړه، څېړنې روانې دي او لا هم څرګنده نه ده چې په سيف کې به څومره پيسې وې.

د امنيت امر زياته کړه چې د ناروې دفتر دوه کارکوونکي او څوکيدار يې د شکمنو په توګه نيولي دي.

خو د بدخشان د امنيې قوماندانۍ جنايي امر سمونوال امام علي عزيزي وويل چې د دوى د څېړنې ډله د پېښې په ځاى کې څېړنه کوي او د شته اسنادو پر بنسټ يې د ناروې دفتر مالي امر او دوه کارکوونکي نيولي دي.

په فيض اباد کې د ناروې دفتر مشر انجنير بهزاد د پيسو د غلا پخلى وکړ، خو ويې ويل چې د پيسو اندازه به د پوليسو له څېړنې وروسته څرګنده شي.

خو د ناروې کمېټې يوه ساتونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې مخ پټو وسله والو د څوکيدار لاس او پښې تړلي او دفتر ته ننوتلي دي، د پيسو سيف چې درې ميليونه او درې سوه زره افغانۍ په کې وې، له ځان سره يې وړې دي.

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه له څه باندې دوو لسيزو راهيسې په بدخشان ولايت کې د کرنې، ځنګل پالنې او بيارغونې په برخه کې فعاليت کوي.

د ويلو ده چې درې کاله وړاندې په بدخشان او کندوز ولايت کې د ملي بانک له څانګو  ټول ټال څه باندې ٢٥٠ زره ډالر غلا شول او په دې تړاو څو کسان ونيول شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.