ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ٣١٨ تنه نيول شوي دي

کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ٣١٨ تنه نيول شوي دي

author avatar
9 Feb 2016 - 16:18
کابل کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ٣١٨ تنه نيول شوي دي
author avatar
9 Feb 2016 - 16:18

کابل (پژواک، ٢٠ سلواغه ٩٤): د کابل پوليسو د تېرې مرغومې له نيمايي راهيسې د ۱۴۷ جنايي جرمونو په تړاو ٣١٨ تنه نيولي چې دوه  يې ايرانيان دي.

دا څرګندونې د کابل  پوليسو د ١٠١ اسمايي زون قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمن رحيمي، نن خبريالانو ته وکړې.

د هغه د معلوماتو له مخې، په ياده موده کې د کابل په ښار او ځينو ولسواليو کې  ۲۵ تنه د قتل، ١٠٤ تنه د غلا، ۲۸ لارشکوونکي، ۱۱ تنه د ناقانونه وسلو ګرځولو، ۳۸ تنه د نورو د ټپي کېدو،۴۳ تنه د اخلاقي  جرمونو، ۶۵ د نشه يي توکو د پلور او قاچاق او دوه تنه د مقناطيسي ماينونو د لېږد او دوه ايرانيان د جعلي بانک نوټونو د کارولو په تړاو نيول شوي دي.

د ده په خبره، په يادو ١٠٦ تنو کې د کورونو او موټرو د غلاوو او له خلکو د ګرځنده ټېليفونونو او بيکونو د تښتولو په تړاو نيول شوي کسان شامل دي.

رحيمي وويل:"دوه تنه ايراني اتباع هم نيول شوي چې قالينې يې پېرلې، له دوی سره ځينې جعلي بانک نوټونه نيول شوي او داسې تور ورباندې دى چې يادو کسانو زموږ ډېر هېوادوال تېرايستلي دي. دوی په خپلو لومړنيو خبرو کې ويلي چې يواځې زړې قالينې يې پېرلې او ايران ته يې استولې."

ده د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې په دې اړه جدي څېړنې روانې دي.

 هغه وايي چې تېرو څلورو اوونيو کې پوليسو غلا شوي شپږ موټر هم تر لاسه کړي دي.

د ده په وينا، پوليسو په دې موده کې دوه تومانچې، د بي ام يو پنځه مرمۍ، دوه مقناطيسي ماينونه  هم نيولي دي.

د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندان وايي، چې د کابل پوليسو په ياده موده کې ۱۷۶ کيلو چرس،  اته کيلو ترياک، نهه کيلو هيرويين او شيشه، ۱۸۸ بوتله الکولي مشروبات او ۶۵۰ لېتره له مميزو جوړ شوي شراب   هم کشف او ضبط کړي دي.

رحيمي زياته کړه چې په ياده موده کې ۱۹۱ کوڅه ډبي چې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې يې خلک ځورول هم نيول شوي او تر ضمانت اخيستو وروسته خوشې شوي دي.

 د کابل د ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ د مرغومي په شلمه ويلي و چې په شاوخوا يوه مياشت کې يې  د ١٨٣ جنايي جرمنو په تړاو له ٤٠٠ څخه زيات  کسان نيولي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.