ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان ملت ګوند ډاکتر احدي او ستانه ګل شېرزاد له غړیتوبه ايستلي

افغان ملت ګوند ډاکتر احدي او ستانه ګل شېرزاد له غړیتوبه ايستلي

author avatar
10 Feb 2016 - 11:59
افغان ملت ګوند ډاکتر احدي او ستانه ګل شېرزاد له غړیتوبه ايستلي
author avatar
10 Feb 2016 - 11:59

کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٤): افغان ملت د دغه ګوند د دوو مهمو مشرانو ډاکتر انوارالحق احدي او ستانه ګل شېرزاد غړيتوب له منځه وړى او له ګونده يې ايستلي دي.

د عبدالقيوم عارف په مشرۍ د افغان ملت نوي ګوند تېره مياشت له يادو مشرانو سره د اختلافاتو له امله خپله ډله جلا کړې ده.

د  دغه ګوند د يوه غړي عبدالله شېرزي له خوا د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې انوارالحق احدي او ستانه ګل شېرزاد د افغان ملت ګوند له مشرتابه څخه لرې کړل شوي دي.

سرچينې زياته کړې: ((دوی نور د ګوند غړي نه دي. له دوی سره د چا اړيکې او پروتوکولونه
د ګوند لپاره اعتبار نه لري.))

په خبرپاڼه کې راغلي، افغان ملت ګوند چې د ۱۳۴۴ لمريز کال د کب په اوولسمه نېټه تأسيس شوی، يو ملي ولسواک ګوند دی. له خپلې اساسنامې سره سم، په ګوند کې دننه او له ګونده بهر ټولې چارې او پرېکړې د ولسواکۍ له اصولو سره سمې ترسره کوي.

سرچينې زياته کړې، خو له تېرې يوې نيمې لسيزې راهيسې د ډاکتر انوارالحق احدي تر سيوري لاندې يو ډېر محدود ګروپ چې ستانه ګل شېرزاد، فاروق مېړنی او سيد هاشم فولاد يې غړي دي، له دغه ګوند سره د خپل شخصي ملکيت په څېر چلند وکړ.

د ګوند پر سر يې له حکومتونو او ځينو  نورو کورنيو او بهرنيو کړيو سره د ځانونو لپاره د څوکيو، شتمنيو او امکاناتو لپاره ډول ډول ناوړې معاملې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((د افغان ملت په څېر ملي او ولسواک ګوندونه، قدرت کې وي که اپوزېسيون کې، هدف يې دا وي چې خپل ولس او هېواد ته خدمت وکړي. مګر افغان ملت ګوند باندې مسلط دغه معامله ګر ګروپ د ولس له ارمانونو سره ډېره ستره جفا او خيانت وکړ؛ د ګوند اساسي کرښې يې پرېښودې؛ د مافيايي سياستونو پر سمندر ورګډ شول.))

سرچينې زياته کړې، د ګوند عالي شورا د ګوند د عمومي منشي دوکتور عبدالقيوم عارف په مشرۍ چې دا وخت د ګوند سرپرست هم دی، د پخوانيو عالي شوراګانو له غړو، د ګوند د اوسنيو او پخوانيو ولايتي او ولسوالي جرګو او مرکو استازو او نورو ګڼو ګوندي کدرونو سره تر سلا مشورو وروسته پرېکړه وکړه چې ګوند له ورانکارو او فاسدو عناصرو تصفيه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((د اساسنامې د ۲۲مې مادې د ۷ بند او د ۸ مې مادې د ۲ او ۴ بند د مفادو په حکم، عالي شورا ټولو ته خبر ورکوي چې د ۱۳۹۴ کال د مرغومي مياشتې له ۲۴مې نېټې څخه انوارالحق احدي، ستانه ګل شېرزاد، فاروق مېړنی او سيد هاشم فولاد، نور د دغه ګوند غړي نه دي او د دوی ټولې پرېکړې غير قانوني دي.))

د افغان ملت ګوند د بلې ډلې مشر ستانه ګل شېرزاد پژواک اژانس ته وويل چې دوى څو تنه مغرض کسان څه موده له ګونده شړي، د دوى ټول فعاليتونو د قانون خلاف دي.

هغه زياتوي چې د دوى خپره شوې خبرپاڼه هېڅ ارزښت نه لري؛ ځکه چې دوى د دغه کار واک او صلاحيت نه لري او نه هم په حکومت کې رسمي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.