کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۹۴): د ميدان وردګو ولايت په نرخ ولسوالۍ کې له نن سهار راهيسې د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ جګړه روانه ده.
د ميدان وردګو د والي وياند توريالي همت پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو نن سهار د نرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه د "توپان يو" په نوم چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
ده وويل چې دغه عمليات به په دې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو تر ځپلو کېدو دوام ولري.
دى وايي چې د عملياتو پر مهال د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه راپور نه دى ورکړل شوى.
د دې ولسوالۍ د ده حيات سيمې اوسېدونکي محمدرحيم پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اته بجې په دې سيمه د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ جګړه پيل شوې او تر اوسه ( له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې) روانه ده.
هغه وويل: "له کورونو نه شو وتلای، د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کيږي؛ د دوو، درېيو درنو چاودنو غږونه هم واورېدل شول، د تلفاتو په اړه يې موږ ته معلومات نه کېږي."
د وسله طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي چې په دې جګړه کې د دولتي ځواکونو يو ټانک په ماين الوځول شوى او په کې سپاره کسان وژل شوي دي.
خو د والي وياند توريالى همت د مجاهد دغه څرګندونې ردوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن