ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ظاهر قدير: په حکومتي چوکاټ کې تنظيم شوي پاڅونوال بايد اکمال شي

ظاهر قدير: په حکومتي چوکاټ کې تنظيم شوي پاڅونوال بايد اکمال شي

author avatar
10 Feb 2016 - 17:28
ظاهر قدير: په حکومتي چوکاټ کې تنظيم شوي پاڅونوال بايد اکمال شي
author avatar
10 Feb 2016 - 17:28

جلال اباد (پژواک، ۲۱ سلواغه ۹۴): د ولسي جرګې لومړي مرستيال پر حکومت غږ وکړ چې په حکومتي چوکاټ کې د شينوارو تنظيم شوو پاڅونوالو ته اکمالات ورسوي.

د زرو په شمېر یاد پاڅونوال چې د ولسي جرګې د لومړي مرستيال عبدالظاهر قدير پلوي جنګيالي ګڼل کېدل، څه موده مخکې په حکومتي چوکاټ کې تنظيم شول او سيمه ييزې ادارې ژمنه وکړه چې تجهيز او اکمال به يې کړي.

قدير د سلواغې په ۲۱مه د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې خپلو سلګونو پلويانو ته په وينا کې وويل حکومت بايد دغه کسان اکمال کړي، له ژمنې سره سم معاشونه او لوژستيکي مواد ور ورسوي.

هغه زياته کړه: ((له يوولسو کلونو راهيسې د شيخ مصري په ښارګوټي کې يو شمېر کسانو ته ځمکې وېشل شوې، خو تر اوسه نه دې ور رسېدلې يا يې هم نومرې غصب شوې؛ نو حکومت يې بايد ستونزه هواره کړي.))

د ولسي جرګې دغه غړي په نسبتاً تونده لهجه خبرو کې ګواښ وکړ، که د شيخ مصري ښارګوټي ستونزه هواره نه شي، له خپلو پلويانو سره به يو ځای د کابل- جلال اباد لاره وتړي.

نوموړي وويل، له سيمه ييزې ادارې او مرکزي حکومت سره يې په دې تړاو خبرې پيل کړې دي.

د شيخ مصري ښارګوټي د اوسېدونکو په استازيتوب حاجي عبدالعريز په ياده غونډه کې وويل: ((دا ځمکې موږ ته د پخواني والي ګل اغا شېرزي په وخت کې راکړل شوې دي، خو تر اوسه د حکومت له لوري نه دې عملي شوې؛ موږ د ځمکو اسناد او د نومرو ټول قانوني مراحل ترسره کړي دي.))

هغه وايي، د دغه ښارګوټي ډېرې نومرې زورواکو غصب کړې دي.

بلخوا د شينوارو په استازيتوب يوه قومي مشر باچا شينواري وويل: ((زموږ زرګونه کورنۍ بېځايه شوې، خو تر اوسه راسره حکومت سمه مرسته نه ده کړې.))

ده زياته کړه، په سيمه کې دې ثبات او امنيت ته زمينه برابره شي، څو بېځايه شوي خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل: ((د شينوارو د پاڅون کوونکو لېستونه بدبختانه سيمه ييزې ادارې ته پر وخت راونه رسېدل، دوه ورځې کېږي دا لېستونه پوره شوي، موږ به خپلې ژمنې عملي کړو او په حکومتي چوکاټ کې له تنظيم شوو پاڅونوالو سره به مرستې وکړو.))

هغه د سره رود ولسوالۍ اړوند د شيخ مصري ښارګوټي په تړاو وويل چې په ياده سيمه کې د خلکو ستونزې اورېدل کېږي او بيا به ورته لاسرسى وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.