ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ۴۰۰ بستريز روغتونه د زېږون پېښې د ويډيو وتلو موضوع څېړل کېږي

له ۴۰۰ بستريز روغتونه د زېږون پېښې د ويډيو وتلو موضوع څېړل کېږي

author avatar
10 Feb 2016 - 15:00
له ۴۰۰ بستريز روغتونه د زېږون پېښې د ويډيو وتلو موضوع څېړل کېږي
author avatar
10 Feb 2016 - 15:00

کابل (پژواک، ٢١ سلواغه ٩٤): ملي دفاع وزارت وايي، د ٤٠٠ بستريز روغتون په انګړ کې ولادت د روغتون د کارکوونکو د بې پروايۍ له امله نه دى شوى، خو څېړنه کوي چې په دې اړه اخیستل شوې ويډیو رسنيو ته څنګه رسېدلې ده.

تېره شپه يوه خصوصي ټلويزيون يوه ويډيو خپره کړه چې د يوه افسر مېرمنې په کابل کې د سردار محمد داوود د ٤٠٠ بستريز روغتون په انګړ کې ولادت وکړ او وروسته بيا ډاکتران ور ورسېدل.

د ياد ټلويزيون د خبر له مخې، د روغتون ډاکترانو او کار کوونکو د بې پروايۍ  له امله دې مېرمنې د روغتون په انګړ کې ولادت کړى.

دغه تلويزيون نه دي ويلي چې ياده ويډيو يې څه ډول ترلاسه کړې ده.

خو د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روغتون ډاکترانو او کارکوونکو هېڅ ډول بې پروايي او غفلت نه دى کړى.

دولت وزيري وايي: "دا يوه غلط فهمې شوې، د ماشوم پلار يو صاحب منصب دی، هغه ډګروال صېب دغه مريض ناوخته روغتون ته وړی دی او دغه پېښه رامنځته شوې ده."

دی وايي چې ياد ډګروال هم منلې چې په دغه کار کې د روغتون د موظفينو ګناه نه وه.

هغه وويل: "دلته کمرې دي... کوم نفر  دا فلم ورکړی مطبوعاتو ته، دا يو ډېر بد کار شوی؛ بايد دا کار يې نه وای کړی، له دې يې بل څه جوړ کړي، غواړي د شفاخانې او اردو نوم بد کړي."

د ده د معلوماتو له مخې، د ملي دفاع وزارت يو پلاوى ټاکلى تر څو دغه موضوع په جدي توګه وڅېړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.