ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د اتو ميليونه ډالرو په پانګونه ٦ فابريکې پرانيستل شوې

په کندهار کې د اتو ميليونه ډالرو په پانګونه ٦ فابريکې پرانيستل شوې

author avatar
10 Feb 2016 - 20:08
په کندهار کې د اتو ميليونه ډالرو په پانګونه ٦ فابريکې پرانيستل شوې
author avatar
10 Feb 2016 - 20:08

کندهار (پژواک ٢١ سلواغه ٩٤): د کندهار په صنعتي پارک کې د اتو ميليونه ډالرو په پانګونه ٦ نوې فابريکې پرانيستل شوې، چې سلګونو کسانو ته د کار موندلو تر څنګ د کورني توليد د ودې لپاره ګټور ګام ګڼل کېږي.

دغه فابريکې په داسې حال کې پرانيستل کېږي، چې پانګه وال په دې ولايت کې د برېښنا او نورو اسانتياوو له نشتوالي شکايت کوي.

د شپږو نوو فابريکو د پرانيستلو په مراسمو کې له کابل څخه د ايسا ادارې عمومي رييس محمد قربان حقجو، د صنعتي پارکونو مرستيال محمد عزيز بهرام، د صنعتي پارکونو د پراختيا رييس ذبيح الله نادري، د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي، نورو چارواکو او سوداګرو ګډون کړى وو.

په پيل کې په کندهار کې د ايسا ادارې مشر هدايت الله رحمتي د شپږو نوو فابريکو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل، په دې فابريکو کې يوه د کينډا فروټ په نوم فابريکه ده چې د دې ولايت د مېوو محصولات به په معياري توګه بسته بندي کوي، د ٢زره متريک ټنه په اندازه د مېوې د ساتلو سوړ ساتنځاى ولري او دغه راز له بېلابېلو مېوو څخه به مربا او جوس جوړوي.

هغه زياته کړه، پر دې فابريکه ٢،٥ ميليونه ډالر پانګونه شوې، چې ١٥٠ کسان به په کې په مستقيمه او ٤٠٠ کسان به په کې غير مستقيمه توګه کار کوي.

د ده په خبره، دغه فابريکه به بسته بندي شوې مېوه بهرنيو هېوادونو لکه کاناډا، هالنډ او امريکا ته صادروي.

رحمتي پاتې نورې فابريکې د پي وسي فايف، پلاستيکي فايف، موبل ايل او ايوډين مالګې يادې کړې چې سلګونه کسان به په کې په کار بوخت شي او دغه راز به ورسره کورنى توليد وده وکړي.

ده وويل، پر دغو ټول فابريکو ټولټال ٨ ميليونه ډالر پانګونه شوې، چې په اوسنيو شرايطو کې يو لوى ګام دى.

د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې په استازيتوب ګل نواز خبرې وکړې، د شپږو نوو فابريکو جوړول يې په اقتصادي برخه کې ګټور ګام وباله، خو هغه وويل دغه فابريکې داسې مهال پرانيستل کېږي چې هغوى له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

هغه زياته کړه، تر ټولو لويه ستونزه د برېښنا ده، چې له امله يې اوس د څه له پاسه ٢٠٠ فابريکو څخه ٨٦ فعالې دي او نورې بندې شوې دي.

ده وويل، د صنعتي پارک لپاره د ١٠ مېګاواټه سولر برېښنا د توليد ژمنه شوې، خو عملي چارې يې نه دي پيل شوې.

هغه دغه راز يادونه وکړه چې په صنعتي برخه کې د قوانينو نشتوالى، لوړه ماليه، د بازار نه کنټرول، په ادارو کې کاغذ پراني او د کارونو ځنډ او په صنعتي پارک کې د لومړنيو اسانتياوو لکه سړک، پاکو اوبو، روغتيايي مرکز او نورو نشتوالى د هغو جدي ستونزې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.