ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باميانو حاجيګک غاښى د واورې ورېدو له امله بند شوى

د باميانو حاجيګک غاښى د واورې ورېدو له امله بند شوى

author avatar
11 Feb 2016 - 14:03
د باميانو حاجيګک غاښى د واورې ورېدو له امله بند شوى
author avatar
11 Feb 2016 - 14:03

باميان (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٤): د باميانو ولايت د حاجيګک غاښى د واورې ورېدنې په سبب بند شوى او خلک په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ شوي دي.

له باميانو کابل ته دوې لارې راغلې چې يوه د حاجيګک کوتل له لارې د ميدان وردګو لاره او بله هم د پروان ولايت د غوربند درې لاره ده.

خو حاجيګک کوتل د ميدان وردګو ولايت له لارې کابل ته نږدې لاره ده چې د پروان په پرتله ٦٠ کيلومتره کم واټن لري.

ياد کوتل له پرون راهيسې د واورې ورېدو له لارې بند شوى او په غوربند دره کې امنيتي ستونزې شته چې دې وضعيت د باميانو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د باميان- کابل لويې لارې يوه موټر چلوونکي محمدجان پژواک خبري اژانس ته وويل چې په غوربند دره کې د وروستيو تښتونو له امله مساپر د ميدان وردګو له لارې کابل ته تګ راتګ کوي.

هغه يزاته کړه:((تر څو چې حاجيګک کوتل نه وي پرانېستل شوى، ډېر کم مساپره ددې جرئت وکړي چې د غوربند درې له لارې تګ راتګ وکړي.))

د باميانود ټولګټو ادارې مشر انجنيرمحمد انوري وويل چې ډېر ژر به دا لاره خلاصه کړي.

هغه زياته کړه چې د باميانو له نورو ولسواليو سره ټولې نښلوونکې لارې پرانېستې، خو په درېيو کوتلونو کې سخت توپان دى چې دموټرو تګ راتګ يې له ستونزو سره مخ کړى دى.

د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي، د باميان- کابل لويې لارې د بندښت په اړه وايي چې د باميانو په برخه کې دا لويه لاره کومه ستونزه نه لري، خو د ميدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د لارې ورېدنه ددې سبب شوې چې لاره بنده کړي، د ميدان وردګو چارواکو بايد په دې اړه اقدام وکړي.

دا لومړى ځل دى چې حاجيګک کوتل د روان کال ژمي کې پرانېستى، دا لويه لاره به په تېرو کلونو کې په ليندۍ او لړم مياشتو کې د واورې ورېدو له امله د ترافيکو پر مخ تړل کېده او تر وري مياشتې پورې به بنده وه.

له بلې خوا له کابل نه باميانو ته د هوايي شرکتونو الوتنې محدودې دي او د ټکټ بيه يې هم لوړه ده.

د باميانو يوه اوسېدونکي علي داد افضلي پژواک ته وويل چې د الوتکې يو طرفه ټکټ بيه ٥٥٠٠ افغانۍ ده او په اوونۍ کې دوې الوتنې کېږي چې حتى د ٤٠ سلنه غوښتونکو ځواب هم نه شي ويلى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.