کابل (پژواک، ٢٢سلواغه ٩٤): د سالنګ لويه لاره چې د هېواد مرکز له ٩ شمالي ولايتونو سره نښلوي، له دوو ورځو تړلې کېدو وروسته، نن بېرته د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مشر جنرال رجب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا لويه لار يې د مسافرو د خونديتوب په موخه، تېره ورځ له غرمې مخکې له ١١:٠٠ بجو راهيسې دواړو خواوو ته د ترافيکو پر مخ تړلې وه.
ده زياته کړه، اوسمهال لاره پاکه شوې او نن ماښام له اووه بجو وروسته يې مسافروړونکو موټر ته د تګ راتګ اجازه ورکړې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په سوېلي سالنګ کې د واورو ضخامت ١٣٠ سانتي متر او شمالي سالنګ کې ٨٠ سانتي متره دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن