ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په ښاروالۍ کې ١٥٠ بستونه تش دي

د کابل په ښاروالۍ کې ١٥٠ بستونه تش دي

author avatar
11 Feb 2016 - 16:52
د کابل په ښاروالۍ کې ١٥٠ بستونه تش دي
author avatar
11 Feb 2016 - 16:52

کابل (پژواک،٢٢ سلواغه ٩٤): "د ښاروال نه شتون د دې ترڅنګ چې له دې ادارې بهر او دننه يې ستونزې رامنځ ته کړې دي، څه باندې ١٥٠ بستونه  هم په دې اداره کې تش دي، خو تر اوسه د دې بستونو لپاره څوک معرفي شوي نه دي."

دکابل د نشراتو امر عبدالقادر ارزو د دغه مطلب په څرګندولو سره پژواک خبري اژانس ته وويل چې ښاروال يو مهم بست دى  چې نه شتون يې اداره کې دننه او ښار کې زياتې ستونزې زېږولې دي.

نوموړي زياته کړه: "د ښاروال نه شتون اداره کې دننه او بهر ډېرې ستونزې راټوکولې او موږ يې له زياتو ننګونو سره مخ کړي يو."

د اروز په وينا، په ښاروالۍ کې د څه باندې ١٥٠ تشو بستونو لپاره تر اوسه څوک معرفي شوي نه دي، هيله ده چې ډېر ژر دې ناخوالو ته کلکه پاملرنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې کابل ښاروال محمد يونس نواندېش ١٣٩٣ کال مرغومې مياشت کې استعفا ورکړه او له هغه وخت تر اوسه ښاروال شتون نه لري، سربېره له دې د څلورو مرستيالانو له ډلې دوو مرستيالانو هم تقاعد کړى دى.

د ښاروالۍ د نشراتو مشر د دغه مطلب په څرګندولو سره چې د مرستيال او ښاروال واک تر منځ توپير شتون لري، وايي چې د کار کوونکو ګومارل او ګوښه کول، د قبالو او حوالو اجرا کول د ښاروال له واکونو څخه ګڼل کېږي.

نوموړي وويل: "کابل ښار د هېواد پلازمېنه او زړه دى، نور نو بايد ښاروال ورته وګومارل شي."

ارزو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د ښاروالۍ يو مسوول او يا بل کس چې وړتيا ولري د ښاروال په توګه وګوماري څو ښاروالۍ کې دننه او کابل ښاريانو ستونزو ته لاسرسي وکړي.

دا ستونزې په داسې حال کې مطرح کېږي چې دې وروستيو کې د مشرانو جرګې يو شمېر غړو غوښتنه کړې وه چې ډېر ژر دې کابل ښاروالۍ لپاره يو کس معرفي شي او ويې ويل چې له دې وروسته بايد کابل ښاروال ولري.

په مشرانو جرګه کې د خلکو استازي وايي چې کابل ښاروالۍ کې د مسوول کس نه شتون، خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي دي، څومره چې کښته او پورته ځي راځي؛ خو څوک نشته چې کار يې ترسره کړي.

همدا راز تېره اوونې د "کابل خدمت کوونکو بنسټ" حکومت ته لس ورځې وخت ورکړى و چې د کابل يو تن اوسېدونکى د ښاروال په توګه معرفي کړي؛ له دې پرته به په مدني خوځښتونو لاس پورې کړي.

د اساسي قانون د ١٤٠مې مادې له مخې، د ښاري چارو ادارې لپاره ښاروالۍ رامنځ ته کېږي؛ ښاروال او د ښاروالۍ د عمومي غونډو غړي، د ازادو، عمومي او سري ټاکنو له لارې ټاکل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.