ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نادري: د هېواد د اوو سترو ښارونو  پر ماسټرپلان بياکتنه کېږي

نادري: د هېواد د اوو سترو ښارونو پر ماسټرپلان بياکتنه کېږي

author avatar
11 Feb 2016 - 17:32
نادري: د هېواد د اوو سترو ښارونو  پر ماسټرپلان بياکتنه کېږي
author avatar
11 Feb 2016 - 17:32

جلال اباد (پژواک،۲۲سلواغه۹۴): د ښارجوړنې وزير ننګرهار ولايت ته په سفر کې اعلان وکړ، چې د هېواد د اوو سترو ښارونو  د جوړېدو پر ماسټرپلان بيا کتنه کوي.

سيد سعادات منصور نادري د سلواغې په ۲۲مه، د ننګرهار ولايت د مقام د نوې ودانۍ په پرانېسته کې وويل چې د کابل، کندهار، مزارشريف، هرات، ننګرهار په ګډون د اوو ولايتونو ماسټرپلان له اوسني ښاري انکشاف سره برابر نه دی.

ده زياته کړه: ((د يادو ولايتونو ماسټرپلان پخوانی دی، دې ښارونو کې ډېرې پانګونې شوي؛ نو په هغه ډول تطبيق يې ستونزې لري؛ موږ غواړو د نوي ښاري تګلارې پر بنسټ يې جوړ کړو.))

نوموړى وايي، په دې تړاو يې خپل وړانديزونه له ولسمشر سره شريک کړي او د ده په وينا، منظور کړي دي، چې ډېر ژر به يې پر تګلاره کار پيل شي.

د هغه په وينا، د هېواد په کچه د اوسېدو لپاره ۱۰زره کورونه جوړوي او په دې برخه کې د چين په ګډون د مرستندويانو مرستې راجلبوي.

دى وايي: ((د ملي پيوستون پروګرام په تړاو کار پيل شوی، ځينو هېوادونو په دې برخه کې د مرستو ژمنه کړې ده، موږ به په راتلونکو کې دوو مياشتو کې دا پروګرام پيل کړو.))

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل، چې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د خلکو نفوس تر پخوا ډېر شوی او د کورونو د جوړېدو ځمکې په کې کمې شوې دي.

هغه وويل: ((موږ به د ښارجوړونې له وزير سره د ښار پر پرمختيايي پلان او د ښارګوټو د څرنګوالي او په کې د شته ستونزو په تړاو خبرې وکړو.))

وروسته دغو دواړه چارواکو له ځينو مسوولينو سره د ننګرهار ولايت د مقام نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وړاندې کړه او يادونه يې وکړه، چې د ولايت په کاري برخه کې به ډېرې اسانتياوې رامنځ ته کړي.

والي وايي: ((دا ودانۍ د ولايت مقام دننه په درې پوړو کې د سيمه ييزو ارګانونو په ۲۶ ميليونه افغانۍ لګښت جوړه شوه، ۴۳ اداري او کاري خونې لري او ډېر ژر به د ولايت مقام کارکوونکي دغلته راانتقال شي.))

د هغه په وينا، مرکزي ادارو ژمنه کې چې په راتلونکي مياشت کې به دې ودانۍ ته کاري وسايل او نور تجهيزات هم راولېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.