ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشرغني:  ١٣٩٤د هېواد د پايښت کال دى

ولسمشرغني: ١٣٩٤د هېواد د پايښت کال دى

author avatar
11 Feb 2016 - 15:17
ولسمشرغني:  ١٣٩٤د هېواد د پايښت کال دى
author avatar
11 Feb 2016 - 15:17

کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٤): ولسمشر اشرف غني د هېواد هوايي ځواک د نندارې په مراسمو کې ١٣٩٤ کال د افغانستان د پايښت او د افغان پيلوټانو د کارنامو کال وباله او د هوايي ځواک د ستاينې تر څنګ يې وويل چې دولت به د دغه ځواکونو د لا پياوړتيا لپاره نوره پانګونه وکړي.

د نندارې دغه مراسم نن (د سلواغې ۲۲مه) د (د افغانستان د هوايي ځواک بيا ژوندی کېدل) تر نوم لاندې د کابل په اسمان کې د څو ډوله چورلکو او جنګي الوتکو په الوتنو سره ترسره شول.

ولسمشر په دغو مراسمو کې وويل: ((١٣٩٤ کال د افغانستان د پايښت کال و، د افغان پيلوټانو کارنامې وې چې نوم به يې د افغانستان په تاريخ کې په زرينو کرښو وليکل شي.))

هغه وويل چې افغان پيلوټانو په هر ډول شرايطو، هر غره او دښته کې، په زړورتيا سره له خپل هېواده دفاع کړې.

 

نوموړي د دغه ځواک قربانۍ وستايلې او ويې ويل: ((د دوى يادونه به تل ژوندي وي، د افغان دولت او د هوايي امنيتي ځواک د منسوبينو ژمنه دا ده چې د هغوى اولادونه خپل اولادونه بولي او په روزنه کې به يې هڅې وکړي.))

هغه وويل: ((نن د افغانستان د هوايي ځواک د بيا ژوندي کېدو ورځ ده، يو وخت مو ستر هوايي ځواک درلود، خو نفاق، لنډ نظرۍ او نا ژمنتيا، يو ستر هوايي ځواک له خاورو سره يو وکړ، نن دا دی بيا د يوه هوايي ځواک د ژوندي کېدو شاهدان يو.))

نوموړى وايي چې د افغانستان هوايي ځواک د دې توان لري چې په هر حالت کې شپه ورځ او په هر ځاى کې چې د ځمکنيو ځواکونو لپاره مرستندوى وي، له خپل هېواد نه دفاع وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((د امنيتي مسووليت له لېږد نه تر ولسمشرۍ پورې مې له تاسې ټولو يوه خبره اورېدلې، هوايي ځواک، هوايي ځواک او هوايي ځواک! نن تاسې ته د خپلو هوايي ځواکونو لومړۍ برخه در کول کېږي، پاتې قسطونه يې زموږ مخکې دي، هغه نسل چې له دې خاورې  مو دفاع کړې، د روزونکي رول پر غاړه اخلى او راتلونکى نسل به وروزئ.))

غني وويل: ((د افغانستان خلکو ته زموږ پيغام روښانه دى چې د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواک خپلې خاورې ته په رښتيا هم په سربازۍ، ځمکنۍ بشپړتيا، عزت او حيثيت په سترګه ګوري.))

نوموړي زياته کړه: ((جګړه زموږ هيله نه ده، په ځانګړي ډول خلک فکر کوي چې زموږ جنرالان په وينو پسې دي، خو زموږ جنرالان تر ټولو زيات په سوله مين دي، ځکه پوهېږي چې د سولې بيه څه ده؟ د سولې بيه د سرتېري، افسر او جنرال وينه ده.))

هغه زياته کړه: ((پر افغانانو هېڅوک هم څه په زور نه شي تپلى، خو په خپله خوښه هر څه مني؛ ځکه خو د سولې پيغام يو روښانه پيغام دى، خو داسې سوله  چې پر اساسي قانون ولاړه او تلپاتې وي، د افغانستان د خلکو حقونه په کې ساتل شوي وي، دا سوله هم د جګړې په ډګر او هم د سياست په ډګر کې ګټو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.