کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٤): ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښين د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په "مونيخ امنيتي کنفرانس" کې د ګډون په موخه د المان مونيخ ښار ته لاړ.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په پام کې ده چې ولسمشر غني په دې دوه ورځني سفر کې په "مونيخ امنيتي کنفرانس" کې د ګډون پرمهال د افغانستان د امنيتي مسايلو په هکله خبرې وکړي او پر دې سربېره د ګډون کوونکو هېوادونو له ځينو مشرانو سره وګوري.
سرچينه کاږي، په دې کنفرانس کې د نړۍ يو شمېر سياسي رهبران او د نړيوالو سازمانونو مسوولين هم ګډون کوي او په مهمو نړيوالو مسايلو په ځانګړي ډول له ترهګرۍ سره د مبارزې، د کډوالۍ ناورين، سيمه ييز ثبات، د ناټو راتلونکي او اقليمي امنيت په هکله به بحث وکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، له ولسمشر سره په دې سفر کې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر او د جمهور رييس ستر سلاکار محمد همايون قيومي ملتيا کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن