کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٤): پاکستان يو ځل بيا د سولې پروسې له پيله مخکې له شرطونو سره مخالفت کړى او وايي چې د سولې روانه پروسه ګام په ګام مخکې روانه ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال عزيز احمد چوهدري دغه څرګندونې په اسلام اباد کې د افغانستان د مدني ټولنې له يوه پلاوي سره د خبرو پر مهال کړې دي.
هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د سلواغې په ١٧مه په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا په ګډون د افغان سولې په اړه د څلور اړخيزو غونډې درېيمه هغه ترسره شوه.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ٢٠١٦ زېږديز کال د فبرورۍ مياشتې تر پايه پورې به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې د نېغ په نېغه خبرو نېټه په ډاګه شي.
تر هغه مخکې ټاکل شوې ده چې د څلور اړخيزو غونډو د لړۍ څلورمه غونډه د کب په ٣مه په کابل کې جوړه شي.
عزيز چوهدري چې د سولې په روانو غونډو کې د خپل هېواد په استازيتوب ګډون هم کوي، وايي چې مخکې له مخکې شرطونو اېښودلو پر ځاى بايد د سولې پروسه بايد په دوامداره توګه قدم پر قدم پر مخ يووړل شي.
هغه زياتوي: ((هيله ده چې د څلور اړخيزو غونډو په پايله کې د افغانستان د حکومت او د وسله والو طالبانو د ډلو تر منځ د سولې نېغ په نېغه خبرې ژر پيل شي.))
د هغه په وينا، په افغان سوله کې د ښکېلو اړخونو مثبتې همکارۍ او پيغامونه د دې پروسې برياليتوب کې مهم رول لوبوي.
چوهدري ويلي چې د افغان سولې پروسې په برياليتوب کې د افغانستان مدني ټولنې او رسنۍ مثبت او مهم رول لوبولى شي.
نوموړي زياته کړې چې د داعش ډلې وروستي فعاليتونه د افغان سولې پروسې پر وړاندې يو لړ ننګونې راپيدا کړې دي خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن