ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په قيصار کې له طالبانو ١٢ کلي بېرته نيول شوي

په قيصار کې له طالبانو ١٢ کلي بېرته نيول شوي

author avatar
11 Feb 2016 - 11:42
په قيصار کې له طالبانو ١٢ کلي بېرته نيول شوي
author avatar
11 Feb 2016 - 11:42

ميمنه (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٤): سيمه ييز چارواکي وايي چې د فارياب په قيصار ولسوالۍ کې يې له وسله والو طالبانو ١٢ کلي بېرته نيولي دي.

د قيصار ولسوال رحمت الله قيصاري وايي چې دا کلي د سيمه ييزو پوليسو د ځانګړې سل کسيزې قطعې له خوا د ولسي پاڅون ځواکونو په مرسته نيول شوي  دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا عمليات د ولسي جرګې د غړي فتح الله قيصاري اړوندو د سيمه ييزو پوليسو قطعې له خوا پيل شوي وو  او طالبانو دا کلي له کوم مقاومت پرته خوشي کړي دي.

د قيصار ولسوال وويل: ((موږ کافي بشري ځواک لرو او له وزارته غواړو چې سيمه ييزو پوليسو او ولسي ځواکونو ته وسلې او مهمات ورکړي چې خپلې سيمې وساتي او د طالبانو د بيا راتګ مخنيوى وکړي.))

د فارياب ولايتي شورا غړى سيد عبدالباقي هاشمي وايي چې درې سيمې (المکه، سرباز او ايتى سرلق) چې ١٢ کلي په کې شامل دي او يوه مياشت وړاندې د طالبانو لاس ته ورغلې وې، د تېرې شپه عملياتو کې د سيمه ييزو پوليسو او ولسي ځواکونو په همکارۍ بېرته نيول شوي دي.

هاشمي وويل چې سيمه ييزو پوليسو يوه مياشت وړاندې په سرباز سيمه کې له يوې ټينګې پوستې شاته تګ کړى و او پوسته ترې طالبانو نيولې وه چې د نښتې په ترڅ کې درې طالبان او يو سيمه ييز پوليس وژل شوى و. اوسمهال دا پوسته بېرته د سيمه ييزو پوليسو لخوا نيول شوې ده.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ويلو ده چې چې څلور مياشتې وړاندې په قيصار کې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ چاڼيز عمليات پيل شول چې د شاخ بازار، خواجه کنتي، چيچک تو او لسګونه نور کلي يې له طالبانو ونيول، خو دا سيمې د هغه له راستنېدو وروسته بېرته د طالبانو تر واک لاندې راغلې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.