ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ژېړۍ کې ١٣ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ژېړۍ کې ١٣ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
11 Feb 2016 - 11:38
په ژېړۍ کې ١٣ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
11 Feb 2016 - 11:38

کندهار (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٤): د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې په يوه نښته کې ٦ پوليس وژل شوي او ٧ نور ټپيان شوي دي.

پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې د يادې ولسوالۍ په حاجي عبدالروف سيمه کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني د سلواغې په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته ومنله چې تېره شپه په ژيړۍ ولسوالۍ ٦ پوليس وژل شوي او ٧ نور ټپيان شوي دي.
هغه وويل، پېښه تېره شپه د يادې شوې ولسوالۍ په نورالدين کلاچه سيمه کې شوې ده.
ده زياته کړه، يوه پوليس نورو پوليسو ته په خوراک کې نشه ورکوونکي توکي ورکړي او وروسته يې ورباندې بريد کړى چې په پايله کې يې ٦ پوليس وژل شوي او ٧ نور ټپيان شوي دي.
دى وايي، وروسته دغه پوليس هم په متقابلو ډزو کې وژل شوى دى.
د دراني په خبره، دغه پوليس له تېرو دوو کلونو راهيسې همدلته دنده لرله.
ده دا هم وويل چې د امنيې قومندانۍ يو پلاوى ژيړۍ ته تللى چې د پېښې نور جزيات به تر څېړنې وروسته معلوم شي

وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت منلى او د دې ډلې وياند وايي چې دغه بريد د هغوى د دوو نفوذي کسانو له خوا شوى دى.

قاري يوسف احمدي وايي، په دغه بريد کې چې د ژېړۍ ولسوالۍ په ماکوانو سيمه کې شوى، د پوستې د قوماندان اغا ولي په ګډون يې ١٥ پوليس وژلي دي.

ده زياته کړه، دغه بريد يې په خاکرېز ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له خوا د ملکي وګړو د وژلو د غچ اخيستلو په موخه کړى دى.

وړمه شپه امنيتي ځواکونو خبر ورکړى و چې د خاکرېز ولسوالۍ په لام، تنبيل او چنار سيمو کې ګډو ځواکونو عمليات کړي چې په پايله کې يې ٢١ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي.

خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي وو چې بهرني او کورني سرتېري په همدې شپه دوې بجې په يادو سيمو کې کښته شوي، ١٣ ملکي وګړي يې وژلي او ٨ نور يې ټپيان کړي دي.

خو امنيتي مسوولينو وژل شوي وسله وال مخالفين ګڼل او ويل يې چې د هغوى پټنځايونه يې له منځه وړي دي.

د ژېړۍ د پېښې په اړه مو د امنيتي مسوولينو د نظر اخيستو هڅه وکړه، خو هغوى معلومات ور نه کړل.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.