ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې ۳۵ ټولګټې پروژې بشپړې شوې

پکتیا کې ۳۵ ټولګټې پروژې بشپړې شوې

author avatar
11 Feb 2016 - 11:57
پکتیا کې ۳۵ ټولګټې پروژې بشپړې شوې
author avatar
11 Feb 2016 - 11:57

ګردېز (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٤): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار او څلورو نورو ولسواليو کې د ملي پيوستون ۳۵ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

په دغه ولايت کې د ملي پيوستون ادارې مطبوعاتي مسوول ادم خان ياقوتي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پروژې يې پر مرکز سربېره په ګرده څېړۍ، وزې ځدراڼ، څمکني او ډنډې پټان ولسوالیو کې پلې کړې دي.

نوموړي زياته کړه چې په دې پروژو کې ۶۷ څاګانې، ۳ ټولنيز مرکزونه، ۳زره متره محافظوي دېوالونه او همدا ډول د ځمکې خړوبولو کانالونه شامل دي.

ياقوتي وايي چې د دې ټولو پروژو مالي لګښت څه باندې ٤٢ ميليونه افغانۍ دی او په پلي کېدو کې يې د کليو خلکو هم همکاري کړې ده.

د ګردې څېړۍ ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي روزه الدين وايي: ((موږ د ملي پيوستون له ټولو پرګرامونو خوښ يو او هيله لرو چې دوهم پروګرام يې هم پيل شي.))

هغه پژواک ته وويل، کومې پروژې چې خلکو په خپله پلې کړې دي، د نورو پروژو په پرتله يې کيفيت ډېر ښه دی او دوام يې هم ډېر وي.

د ملي پيوستون پروګرام په پکتيا کې ۱۲۱۰ کلي تر پوښښ لاندې نيولي، په بېلابېلو برخو کې يې ۲۴۹۱ پروژې پلې کړې او ۶۰۰ پروژې يې تر کار لاندې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.