ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل له کندهاره د فوټبال لوبه وګټله

کابل له کندهاره د فوټبال لوبه وګټله

author avatar
11 Feb 2016 - 12:11
کابل له کندهاره د فوټبال لوبه وګټله
author avatar
11 Feb 2016 - 12:11

کندهار (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٤) : په کندهار کې د ملي يووالي په نوم د فوټبال ټورنمنټ دوام لري او په دې لړ کې تېره ورځ د کندهار (ب) او کابل (منتخب) لوبډلې سره مخامخ شوې چې لوبه د کابل په بريا پاى ته ورسېده.

په دغه ټورنمنټ کې چې لس ورځې وړاندې پيل شوى، د کندهار د دوو لوبډلو تر څنګ د کابل، هرات، کندز، تخار، جوزجان او بغلان ولايتونو لوبډلې برخه لري.

د کندهار د سپورټ او بدني روزنې امر مقتدا اغا د سلواغې په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ د کندهار (ب) او کابل منتخب لوبډلو تر منځ لوبه وشوه چې يو پر دوه د کابل لوبډلې وګټله.

هغه زياته کړه، لومړى ګول د کندهار لوبډلې ورکړ، خو وروسته کابل لوبډلې مقابلې لوبډلې ته دوه ګوله ورکړل چې په دې توګه يې برياله خپله کړه.

نوموړى وايي، په دې توګه د فوټبال له روان ټورنمنټ څخه د کندهار (ب) لوبډله هم ووته، تر دې وړاندې د همدې ولايت (الف) لوبډلې له هرات لوبډلې ماتې خوړلې وه او د ټورنمنټ له لوبو وتلې وه.

د ده په خبره، د ملي يووالي د پيل شوي دغه ټورنمنټ په لړ کې به نن جوجان او تخار لوبډلې سره مخامخ شي او چې هره لوبډله لوبه وګټي، نيمه پايلوبې ته به لاره پيدا کړي.

ټاکل شوې ده په کندهار کې د پيل شوي ټورنمنټ سيالي تر راتلونکو څلورو ورځو پورې دوام ولري، چې نندارې ته يې د کندهار ښار او نژدې ولسواليو زرګونه ځوانان راځي.

د محمد نبي په نوم د فوټبال لوبې يوه مينه وال پژواک خبري اژانس ته وويل، له اوږده ځنډ وروسته په کندهار کې يو ځل بيا د فوټبال ټورنمنټ پيل شوى چې هغوى ډېر ورته خوشحاله دي.

دى وايي، هره ورځ د خپل درس وروسته د کندهار احمد شاهي لوبغالي ته راځي او د لوبو له نندارې خوند اخلي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې ځوانانو ته د سالمې بوختيا په موخه دې دغه راز ټورنمنټونه په لنډ وخت کې جوړ شي.

د ملي يووالي ددغه ټورنمنټ په جوړولو کې ولايت مقام، کندهار ښاروالۍ، د عامې روغتيا رياست، د فوټبال فدراسيون او يو شمېر ملي سوداګرو مرسته کړې ده.

د کندهار يوه ملي سوداګر حکمت ښادمن د ٦٠ لوبغاړو د هوايي ټرانسپورټ لګښت ورکړى، بارک شرکت د ٤٥ لوبغاړو د هوايي ټرانسپورټ لګښت ورکړى او دغه راز يو شمېر نورو ملي سوداګرو بيا لوبغاړو ته د خوراک، څښاک او يو شمېر نورې اسانتياوې برابرې کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.