ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: د ٢٠٢٠ کال ترپايه له افغانستان سره امنيتي همکاريو ته ژمن يو

ناټو: د ٢٠٢٠ کال ترپايه له افغانستان سره امنيتي همکاريو ته ژمن يو

author avatar
12 Feb 2016 - 12:34
ناټو: د ٢٠٢٠ کال ترپايه له افغانستان سره امنيتي همکاريو ته ژمن يو
author avatar
12 Feb 2016 - 12:34

کابل (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٤): د ناټو غړو هېوادونو د ٢٠٢٠زېږديز کال ترپايه له افغانستان سره د دې سازمان د همکاريو د دوام او د دې هېواد د امنيتي ځواکونو د مالي بوديجې د تمويل لپاره خپله ژمنه يو ځل بيا اعلان کړه.

دغه موضوع د ناټو سکرتر جنرال ينز ستولتنبرګ په پروکسل کې د ٢٨ غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو د غونډې په پاى کې، په خبري ناسته کې په ډاګه کړه.

سره له دې چې په دې غونډه کې د افغانستان مسئله په اجنډا کې شامله نه وه، خو د ناټو سکرتر جنرال وويل چې غړونو هېوادونو د غونډې په اوږدو کې په افغانستان کې امنيتي وضعيت په اړه هم بحث او خبرې وکړې.

د افغانستان پوځي ځواکونه هر کال له ٤ ميلياردو زياتو ډالرو ته اړتيا لري، چې د ٢٠١٢ کال د شيکاګو په کنفرانس کې د ناټو غړو هېوادونو او شريکانو يې ژمنه کړې وه، چې د ٢٠٢٠ کال تر پايه به هغوى تمويلوي.

 د سکرتر جنرال په خبره، د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزيرانو، د ناټو او افغان امنيتي ځواکونو کړنې وڅېړلې او په افغانستان کې يې د پرېکنده ملاتړ له ملاموريت څخه دفاع وکړه.

دى وايي: "د ناټو غړو همدارنګه هوکړه وکړه، چې د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره به خپلو روزنو، مشورو او مرستو ته دوام ورکوي؛ ځکه دا مسايل د افغانستان د ثبات لپاره اړين دي او په دې برخه کې له هغوى سره همکاري کوي."

هغه زياته کړه، غړو هېوادونو تاييد کړه چې دغه ماموريت بايد همداسې تر څېړنې لاندې وساتل شي او تر هغه چې د افغانستان له امنيتي وضعيت څخه ډاډ ترلاسه نه شي، ناټو به يې ترڅنګ ولاړه وي.

د ناټو سکرترجنرال د يوې پوښتې په ځواب کې وويل: "افغان امنيتي ځواکونه د تېر په پرتله ډېر ځواکمن شوي دي او په همدې دليل يې د ټول هېواد د بشپړ امنيت مسووليت په غاړه واخيست؛ افغان امنيتي ځواکونو همدارنګه ډېر ښه پرمختګ کړى او ثابته شوې، چې هغوى د طالبانو او نورو وسله والو ډلو بريدونو ته ځواب ورکولى شي؛ خو په ځينو برخو کې لا هم ستونزې شته چې بايد زياته پاملرنه ورته وشي."

دى زياتوي: "موږ له هغوى سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوو؛ که واقعبينانه وګورو، موږ پوهېږو چې ستونزې شته. په ٢٠١٦ کال کې لکه څنګه چې ولسمشر غني ورته اشاره کړې، بريدونه به زيات شي؛ خو موږ په افغان امنيتي ځواکونو باور لرو او د امنيت په ټينګښت کې د افغانستان له ټولو امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ کوو."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.