کابل ( پژواک، ٢٤ سلواغه ٤٩: د افغان ملت ګوند وايي چې د دوى مشران له ګوند څخه نه دي ويستل شوي او زياته کړې، چې دوى د ډاکټر انوار الحق احدي په مشرۍ د ملي جبهې ملاتړ کوي.
افغان ملت ګوند څه موده مخکې په دوو برخو ووېشل شو، د يوې ډلې مشري عبدالقيوم عارف او د بلې ډلې ستانه ګل شېرزاد کوي او پخوانى مشر انوار الحق احدي هم د شېرزاد له ډلې سره دى.
د افغان ملت ګوند دواړه ډلې ادعا کوي، چې قانوني دي .
د قيوم عارف په مشرۍ د افغان ملت جلا شوې ډلې څو ورځې مخکې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې وه، چې د دوى مرکزي شورا ستانه ګل شېرزاد، ډاکټر انوار الحق احدي او يو شمېر نور کسان له ګوند څخه ايستلي دي.
خو د ستانه ګل شېرزاد په مشرۍ د افغان ملت د بلې ډلې لخوا د سلواغې په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان ملت ګوند عالي شورا د ټولو ولاياتو له منشيانو سره ګډه غونډه وکړه.
سرچينې زياته کړې چې د رايو په اتفاق يې له نوې ملي جبهې څخه چې مشري يې ډاکټر انوار الحق احدي کوي خپل کلک ملاتړ اعلان کړ او ژمنه يې وکړه چې د نوموړې جبهې دبرياليتوب لپاره به په قوي اراده کار کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې عالي شورا دغه راز د ګوند پنځه غړي عبدالقيوم عارف، محمداجان ناصري، محمد کبير رحماني ، ګل حبيب او عبدالله شېرزى چې د ګوندي اصولو خلاف کړنې يې کولې، له ګوند څخه و ايستل .
سرچينې ويلي، د عارف، ناصري او رحماني اخراج په عالي شورا کې تصويب او په راتلونکې کنګره کې به په دې اړه اعلان وشي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوى ګوند په عدليې وزارت کې ثبت او رسميت لري او مخالف لورى يې هېڅ قانوني بڼه نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن