ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دريو ولايتونو د کرنې برخه کې ٥٦ ميليونه ډالر لګول کېږي

د دريو ولايتونو د کرنې برخه کې ٥٦ ميليونه ډالر لګول کېږي

author avatar
13 Feb 2016 - 19:01
د دريو ولايتونو د کرنې برخه کې ٥٦ ميليونه ډالر لګول کېږي
author avatar
13 Feb 2016 - 19:01

کابل (پژواک،٢٤ سلواغه ٩٤ ): د  افغانستان کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ ودې پروګرام لومړۍ برخه، دملګرو ملتونو د پراختيايي صندوق د ٥٦ ميليونو امريکايي ډالرو په مرسته ، پنځو کلنو کې پلى کېږي.

د هېواد د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزير اسدالله ضمير؛ نن هغه ورکشاپ کې چې ددې پروګرام د معرفي کولو په موخه د ياد وزارت رييسانو هم په کې برخه اخيستې وه، وويل چې د دويم لومړيتوب ملي پروګرام (SNaPP2) به پنځلسو کلنو کې هېواد کې عملي شي.

د نوموړي په وينا، د ياد پروګرام لومړۍ برخه ددې ورکشاپ په جوړېدو سره پيل کېږي چې بلخ، هرات او ننګرهار ولايتونو کې پنځو راتلوونکو کلنو کې د ملګروملتونو د پراختيايي صندوق له لوري د ٥٦ ميليونو ډالرو په مرسته د کليو پراختيا وزارت په همکارۍ د کرنې وزارت له لوري پلې کېږي.

سرچينې زياته کړه چې ددې پروګرام له لارې کروندګرو، مالدارانو او بڼوالو ته د کرنې، بڼوالۍ او مالداري په برخه کې د نوو لارو چارو روزنه ورکول کېږي او پرې د اړتيا وړ وسايل وېشل کېږي.

همداراز ضمير زياته کړه چې د ځمکو خړوبول او کرنيزو محصولاتو ته د بازارموندنې روزنه هم ددې پروګرام يوه برخه ده چې په ټوليز ډول به يادو دريو ولايتونو کې ٤٢٠ زره کسان ددې پروګرام تر پوښښ لاندې راشي.

نوموړي د جزيياتو له وړاندې کولو پرته وويل چې ددې پروګرام ډېر تمرکز پر مېرمنو دى چې د کرنۍ او مالدارۍ په برخه کې کار کوي.

د کرنې وزير وويل چې پاتې نور ولايتونه به هم ددې پروګرام  د نورو برخو تر پوښښ لاندې راشي.

نوموړي و نه ويل ، چې له لويه سره ددې پروګرام د تطبيق لپاره څومره پيسو ته اړتيا ده؛ خو يادونه يې وکړه چې ياد صندوق ژمنه کړې ده چې د لسو نورو کلنو لپاره هم ددې پروګرام مالي ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو د کرنې برخې پراختيايي صندوق مسوول قايم شاه نننۍ غونډه کې وويل چې ددې مرستې موخه د هېواد لرې پرتو سيمو کې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ وده او د افغانستان  خلکو د ژوند وضعيت ښه کول دي.

نوموړي هم وويل چې دا صندوق ژمن دى څو تر راتلونکو ١٥ کلنو پورې ددې پروګرام مالي ملاتړ وکړي.

هغه وويل چې د ملګرو ملتونو کرنې پراختيايي صندوق له ١٣٥٦ کال څخه وړاندې هم د افغانستان له کرنې برخې سره مرسته کول؛ خو وروسته له هغه يې د ناامنيو له امله تر ١٣٨٦کال پورې خپلې مرستې بندې کړې.

سرچينې يادونه وکړه چې دې صندوق له ١٣٨٦کال راهيسې د افغانستان کرنې برخه کې ١٣٦ ميليونه ډالره مرسته کړې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.