کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۴): د افغانستان د کونړ او هرات ولایتونو پخوانی والي سید فضل الله وحیدي د پاکستان پلازمینې اسلام اباد څخه د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی دی
پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی، چې هغه پرون د جمعې په ورځ د اسلام اباد د ایف ۷ ساحې څخه د دوو موټرسپرو وسله والو له لوري تښتول شوی دی.
سرچینو ویلي، چې وحیدي د کورنۍ ځینو نورو غړو سره د بریتانیا د ویزې ترلاسه کولو په موخه اسلام اباد ته ورغلی و.
په اسلام اباد کې دافغانستان د سفارت سرچینو او د دغه ښار پولیسو هم د وحیدي تښتوونه تایید کړې دده.
پولیسو ویلي، چې د اسلام اباد په بیلا بیلو سیمو کې یې پلټنې پیل کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن