لښکرګاه(پژواک،٢٤سلواغه٩٤): په هلمند کې د امنيت د ټينګښت اوپراتيفي مسوول وايي چې وسله والو طالبانو په دې ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو ترټولو لوى کمپ نيولى ، خو د بېرته نيولو لپاره عمليات پيل شوي دي.
په هلمند کې د امنيت د ټينګښت اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان د سلواغې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د موسى کلا او ګرشک ولسواليو ترمنځ سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
هغه وايي چې د دې نښتې په ترڅ کې طالبانو د فيضان کمپ نيولى خو د بېرته نيولو لپاره يې عمليات پيل شوي دي.
قهرمان د يادو نښتې پرمهال د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
خو د ملي اردو يوې سرچينې پژواک ته وويل چې د فيضان کمپ د جګړې پرمهال د درېيمې لوا د څلورم کنډک رئيس ارکان رحم علي او ٧ نور د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.
ده وويل چې په دې نښته کې لس د ملي اردو سرتېرو ټيپان شوي او کمپ هم د وسله والو طالبانو په ولکه کې دى.
د ٢١٥ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي د يادې جګړې په اړه بې خبري وښوده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو دغې ډلې په خپله انټرنيټ پاڼه کې ليکلي چې تېره شپه طالبانو په موسى کلا ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو يوه لويه قرارګاه نيولې ده.
طالبان وايي چې د دې قرارګاه د نيونې پرمهال ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې لاس ته ورغلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن