ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: داعش ته مو ماتې ورکړې

ولسمشر غني: داعش ته مو ماتې ورکړې

author avatar
13 Feb 2016 - 12:24
ولسمشر غني: داعش ته مو ماتې ورکړې
author avatar
13 Feb 2016 - 12:24

کابل (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٤): ولسمشر اشرف  غني وايي چې دوى لا پخوا د داعش د ګواښونو په اړه نړۍ ته خبردارى ورکړى او په افغانستان کې يې دغې ډلې ته ماتې ورکړې ده.

ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې پرون د جرمني په مونيخ ښار کې  نړيوال امنيتي کنفرانس ته په خپله وينا کې کړې دي.

هغه زياته کړه چې نړيوالو د داعش وسله والو ډلې د ګواښونو په اړه د دوى خبرداري ته پام ونه کړ او فکر يې کاوو چې افغانستان د نړيوالو پام راجلبولو په موخه دا خبردارى ورکړى دى.

ولسمشر اشرف غني هيله څرګنده کړه چې نړيوالو به اوس د دوى د يو کال پخوا خبردارى او د داعش په اړه يې اندېښنې درک کړې وي.

نوموړي په ياده غونډه کې يو ځل بيا په ډاګه کړه چې افغانستان ته د سيمې له نورو هېوادونو روسيې، چين او د منځنۍ اسيا له يو شمېر هېوادونو ترهګر او ورانکاري استول کېـږي.

هغه وويل چې القاعده له منځه نه ده تللې، بلکې دغې ډلې بېرته ځان منظم کړى اوس بايد د  داعش تر څنګ د القاعدې نوي ګواښ ته هم رسېده ګي وشي.

ولسمشر غني وايي، پاکستاني طالبان، د حقانې شبکه او نورې ډلې ګډ ګواښ پېښوي او جرمي اقتصاد د دغو ډلو لپاره د فعاليت زمينه برابره کړې ده.

د نوموړي په وينا، د انسانانو او نشه يي توکو په قاچاق کې هم دغه ډلې لاس لري.

اشرف غني د نړۍ د هېوادونو، بنسټونو او ټولنو څخه غوښتنه وکړه چې له تشدد سره د مبارزې لپاره دې د افغانستان ملاتړ او مرسته وکړي.

د جرمني په مونيخ ښار کې جوړ شوي دغه امنيتي کنفرانس کې د امنيت په اړه خبرې کېږي.

په دې غونډه کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو ولسمشران، لوړپوړي چارواکي او سياسي مشرانو برخه اخيستې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.