کابل (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٤): په هندوستان کې د سوېلي اسيا لوبو په ترڅ کې افغانستان د دريو سرو زرو تر څنګ ١٨ مډالونه ترلاسه کړي دي.
په بېلابېلو لوبو کې د سوېلي اسيا د اتو هېوادونو د سلګونو لوبغاړو په ګډون د سوېلي اسيا سيالۍ د هندوستان په ګواټي ښار کې پيل شوې دي.
له افغانستان څخه تر ٢٠٠ زيات د بېلابېلو څانګو لوبغاړو برخه اخيستې ده.
د افغانستان لوبغاړو تر اوسه د دغو لوبو په غېږنيونې، تيکواندو او وشو لوبو کې د سرو زرو د دریو مډالونو په ګډون ١٨ مډالونه ترلاسه کړي دي.
د افغانستان د المپيک مډال ګټونکى روح الله نېکپا پرون په يادو سياليو کې خپل پاکستاني سيالي او محسن رضايي هندي سيال ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړل.
دغه راز بل افغان لوبغاړي خيرالله لعلزاده په وشو لوبو کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړى دى.
د ياو لوبو د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، افغانستان د سرو زرو مډالونو تر څنګ څلور د سپینو زور او ١١ د برونز مډالونه هم ګټلي دي.
د لوبو د چارو کارپوه سيد هادي کاظمي د افغان لوبغاړو لاسته راوړنې ستايي او زياتوي چې افغانستان اوس د يادو سياليو په پنځم مقام کې دى.
هغه زياته کړه چې افغانستان نن د تيکواندو په بېلابېلو وزونونو کې نورې سيالۍ لري او هيله يې څرګنده کړه چې د سرو زرو او نقرې نور مډالونه هم ترلاسه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن