ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: د يوناما راپور چې ١٣ سلنه ملکي تلفات يې هېڅ يوې ډلې ته نه دي منسوب کړي، د پوښتنې وړ دى

حکومت: د يوناما راپور چې ١٣ سلنه ملکي تلفات يې هېڅ يوې ډلې ته نه دي منسوب کړي، د پوښتنې وړ دى

author avatar
14 Feb 2016 - 19:55
حکومت: د يوناما راپور چې ١٣ سلنه ملکي تلفات يې هېڅ يوې ډلې ته نه دي منسوب کړي، د پوښتنې وړ دى
author avatar
14 Feb 2016 - 19:55

کابل(پژواک،۲۵سلواغه۹۴): د افغانستان حکومت د ملکي تلفاتو په اړه د يوناما ګزارش څېړلى او د دولت مخالې وسله والې ډلې يې د هغو عامل بولي، خو طالبانو دغه ګزارش يو اړخيز بللى او هغه يې رد کړى دى.

د يوناما د ٢٠١٥ کال د راپور له مخې چې نن خپور شو، ١١٠٠٢ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له دې ډلې ٣٥٤٥ کسان وژل شوي او ٧٤٥٧ نور ټپيان شوي چې دا شمېره د وړم ٢٠١٤ کال په پرتله څلور سلنه لوړوالى څرګندوي.

په راپور کې راغلي چې د جګړې د ښکېلو غاړو تر منځ ځمکنۍ نښتې، ورپسې هدفي او قصدي وژنې، دا ټول ملکي وګړو ته د ډېرې مرګ ژوبلې لامل شوي دي.

د ولسمشر له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان  اسلامي جمهوري دولت د جنګ په جريان کې د ملکي وګړو د ساتنې په هکله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د معاونت دفتر (يوناما) د ۲۰۱۵ کال راپور ارزولی دی.

سرچينه کاږي، دا مهم راپور یو ځل بیا تايیدوي چې افغانان د نښتو په پایله کې لوړ قېمت ورکوي او دا هم تايیدوي چې طالبان او ټولې ترهګرې ډلې د افغانستان د وګړو د سوله ییز ژوند او د هغوی د کورنیو د مصونیت حقونه سلبوي.

سرچينه زياتوي، په افغانستان کې له امنیتي وضعیت څخه د یوناما نږدې څارنه او مفصل تحلیل دا باوري کوي، چې طالبان او اړوندې ټولې ترهګرې ډلې عام خلک په نښه کوي او د هغوی تر منځ وېره او ډارخپروي. دا ډلې د جنګ له قوانینو، ملکي  وګړو ته د زیانونو د اوښتلو د غندنې په هکله د حضرت محمد (ص) د لارښوونو په ګډون له نړیوالو بشري قوانینو او د افغانستان له ټولو نافذه قوانینو څخه سرغړونه کوي او د هېواد د وراني لامل کېږي.

دولت په ۲۰۱۵ کال کې د ملکي په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د تلفاتو په زیاتوالي خواشیني ښودلې ده او ويلي يې دي، چې طالبان اوهمکاران یې هره ورځ د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې  تهدیدونه زیاتوي. د هغوی له وژلو، معلولولو، د هغوی د بشري حقونو او د هېواد په اساسي قانون کې د خلکو د تسجیل شویو حقونو له سلبولو څخه ډډه نه کوي.

د یوناما په راپور کې راغلي دي : "دولتي ضد عناصرو تل د  ښځو د حقونو، د بشر د حقونو او د هغو ښځو چې له کوره دباندې فعالیت کوي، د دوی پیاوړي مدافعین په نښه کړي دي. د هېواد په اکثره سیمو کې په وسله والو نښتو کې د ښځو د تلفاتو پر زیاتوالي سربېره ، دولتي ضد عناصرو د خپلې ولکې په سیمو کې اساسي بشري حقونو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي مخنیوی کړی. یوناما دفتر په ۲۰۱۵ کال کې د دولتي ضد عناصرو له لوري قصداً د ښځو او نجونو د ازادي محدودوالی، روغتیایي اسانتیاو ته د هغوی د لاسرسي اوله لومړۍ دورې څخه لوړ ښوونځیو ته د نجونو د تګ د مخنیوي موارد، مستند کړي دي"

د خبرپاڼې په حواله، د افغانستان دولت په ۲۰۱۵ کال کې په خلکو او ملکي بنسټونو کې د رعب، وېرې او د خبرونو د سرټکو له لارې د کاذب شهرت په خاطر د طالبانو او ټولو ترهګرو ډلو د عمدي او بې تفکیه بریدونو زیاتوالی،  مستند کړی دی.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د دغو موندنو په رڼا کې د یوناما په څارونکي ټیم ټینګار کوي، چې په ټول هېواد په ځانګړي ډول د هېواد په سوېل او سوېل ختیځ کې د قومي مشرانو په ګډون په خلکواو ملکي بنسټونو باندې د طالبانو او ټولو ترهګرو ډلو زیاتېدونکو هدفمند او عمدي بریدونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د سرچينې په وينا، زموږ د امنیتي مسایلو شنونکو د دغو ناوړه بریدونو د اجرا په طرز کې سازمان شوې شېوې پېژندلي او دې پایلې ته رسېدلي دي، چې طالبان د خلکو په منځ کې د وېرې اچولو او د هغو کسانو د وېرولو په خاطر چې د ملکي خلکو پر ضد تاوتریخوالی غندي، سیستماتیک کوښښونه کړي دي. 

په خبرپاڼه کې يادونه شوې، چې دا بریدونه د نړیوالو بشري قوانینو څرګند نقض دی چې د یوناما هر اړخيزه پاملرنه غواړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.