اسعداباد (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٤): د کونړ ولايت يو اوسېدونکى وايي چې څلور کلن زوى او محصل ورور يې د طالب په نوم په بمبار کې ووژل شول، خو تر اوسه چا د دې پېښې څېړنه نه ده کړې.
دغه پېښه د ١٣٩٢ لمريز کال د وږي مياشتې په ١٦مه نېټه د کونړ ولايت د وټه پور ولسوالۍ د قرو په سيمه کې مازديګر مهال رامنځته شوه.
نقيب الله وايي چې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د ملکي وګړو پر يو ډاټسن موټر هوايي بريد وکړ چې په پايله کې د ده د کورنۍ د دوو کسانو په ګډون ١٤ ملکي وګړي ووژل شول او يوه ماشومه ټپي شوه.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د ټپي شوې څلور کلنې ماشومې پلار، مور او ورور هم ووژل شول.
نقیب الله زياتوي په ياده پېښه کې يې د کورنۍ دوه غړي چې يو يې ٢٥ کلن ورور عبدالواحد چې د کونړ د عالي دارالمعلمين محصل و او بل يې درې کلن زوى عامر هم ووژل شول.
نوموړی وايي: ((خپل زوی مې په همدې ورځ له ځان سره د درملنې په موخه اسعداباد ښار ته راوستى و، ورور مې د يو ملګري په واده کې د ګډون لپاره اسعداباد ته راغلى و.))
دنوموړي په وينا، کله چې دوى بېرته کلي ته تلل، نو زه په ښار کې پاتې شوم او هغوى يې د کلي په موټر کې کښېنول.
نقيب الله وايي چې دى په خپله په اسعداباد کې د ادارې او حسابدارۍ انسټيټيوټ محصل و او په ښار کې يې د مسافرۍ شپې سبا کولې.
د هغه په وينا، کله چې يې مازديګر کور ته زنګ وواهه چې ورور او زوى يې رسېدلي او که نه هغوى ځواب ورکړ چې په بمبار کې شهيدان شوي دي.
دى وايي: ((ما دا غږ ونه زغملى شو، ټول بدن مې بې حسه شو او ورور او زوى د ژوند هره لحظه مې تر سترګو کېده او له سترګو مې اوښکې روانې شوې.))
د نقيب الله په وينا، تر واده لس کاله وروسته خداى ورته زوى ورکړى و، په ناز يې لوى کړى و، خو امريکايي بمبار کې ووژل شو.
نوموړي زياته کړه چې د ورور کورنۍ هم ده ته ور له غاړې ده ، دا چې ژوند يې څه ډول تېرېږي، نه يې شي بيانولى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن