ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اچين کې پنځه سوه پاڅونوال په نوو پوستو کې تنظيم شول

په اچين کې پنځه سوه پاڅونوال په نوو پوستو کې تنظيم شول

author avatar
14 Feb 2016 - 19:22
په اچين کې پنځه سوه پاڅونوال په نوو پوستو کې تنظيم شول
author avatar
14 Feb 2016 - 19:22

جلال اباد (پژواک،۲۵ سلواغه۹۴): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې د "شاهين ۱۸" عملياتو پر مهال ۵۰۰ پاڅونوال د اچين په ده سړک سيمه کې په نويو پوستو کې ځای پر ځای شول.

د "شاهين ۱۸" عمليات د ګډو ځواکونو له لوري تېره ورځ سهار پيل شوي چې د چارواکو په وينا، تراوسه په کې ۲۵ داعش وسله والو وژل شوي دي.

د ننګرهار امنيې قوماندان پاسوال فضل احمدشېرزاد د سلواغې په ۲۵مه، د عملياتو په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د امنيت شورا په سپارښتنه نن د شينوارو يو شمېر پاڅون کوونکي په تازه جوړو کړو پوستو کې تنظيم شول.

د زرو په شمېر پاڅون کوونکي چې د ولسي جرګې د لومړي مرستيال عبدالظاهر قدير ملاتړ و، موده مخکې په حکومتي سرتېرو کې تنظيم شول او اوس ورته د نوو پوستو د جوړولو په هدف په اچين کې عمليات پيل شوي دي.

شېرزاد وايي: ((موږ په دې عملياتو کې د ده سړک ۱۸ کلي له داعش وسله والو تصفيه کړل، په دې سيمو کې ۵۰۰پاڅون کوونکو ته پوستې جوړې شوي او نن تاسو عملاً ولېدل چې په دې پوستو کې مو تنظيم کړل.))

امنيه قوماندان وايي، د دې پوستو په جوړېدو سره به د سيمې امنيت ښه شي او د نورو اسانتياوو ترڅنګ به ماشومانو ته د زده کړې زمينه برابره شي.

ده وويل: ((نن مو وليدل چې د ده سړک لېسه چې پخوا په کې داعش مرکز جوړ کړی و، زموږ سرتېرو ونيوله او ان شاءالله اوس به کې زموږ ماشومان بېرته خپل تعليم کوي.))

د ۲۰۱سېلاب قول اردو قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين د عملياتو په سيمه کې پژواک سره په مرکه کې وويل، چې شاهين ۱۸ عملياتو له امله ډېرې سيمې تصفيه شوي او بېځايه شوې کورنۍ کولی شي خپلو کورونو ته راشي.

د ده سړک اوسېدونکي محمد انور پژواک ته وويل: ((دوه ورځې مخکې ډېرې سيمې له داعش سره وې، دلته په ښوونځي کې مرکز درلود. موږ ورسره په ستونزو کې و، ځينې خلک يې د دولت په پلوۍ وهل ټکول.))

نوموړي د يادو عملياتو د دوام غوښتنه وکړه.

د زبيد الله په نامه يوه زده کوونکي پژواک ته وويل: ((زه د ده سړک لېسې زده کوونکی يم، دا سيمې چې کله داعش ونيولې، زموږ ښوونځي وتړل شو، اوس خو سيمې ته پوځيان راغلل، هيله ده مکتب مو بېرته شروع شي.))

د اچين او هسکې مېنې په ولسواليو کې د وروستيو ناامنيو له امله شاوخوا ۳۰ ښوونځي تړلي دي، خو ولايتي اداره وايي، چې په قومي کچه يې د بېرته فعالېدو هڅې پيل کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.