ميمنه (پژواک، ٢٥ سلواغه ٩٤): د فارياب قيصار ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د طالبانو يو ماين جوړوونکى وژلی او درې ملګري يې ټپیان شوي دي.
په فارياب کې د ٢٠٩ شاهین قول اردو لومړۍ لوا وياند جګړن رضا رضايي وايي چې دا ماين تېر ماښام د قيصار ولسوالۍ بلندغور سيمه کې چې د طالبانو په واک کې ده، په داسې حال کې وچاودېد چې ماين جوړونکي نورو طالبانو ته د ماين روزنه ورکوله.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې ماين جوړوونکى وژل شوى او درې نور طالبان ټپيان دي او د هغوى څلورموټرسايکل سوځېدلي دي.
د قيصار ولسوال رحمت الله قيصاري وويل چې ياد ماين جوړونکى اغاجان نومېده او د هلمند ولايت اوسېدونکى و چې نورو طالبانو ته د ماين روزنې لپاره فارياب ته تللى و.
خو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن