ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبان دې د افغانانو د وینو تویېدو د مخنیوي لپاره نور له جګړې لاس واخلي”

“طالبان دې د افغانانو د وینو تویېدو د مخنیوي لپاره نور له جګړې لاس واخلي”

author avatar
15 Feb 2016 - 16:06
“طالبان دې د افغانانو د وینو تویېدو د مخنیوي لپاره نور له جګړې لاس واخلي”
author avatar
15 Feb 2016 - 16:06

جلال اباد (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۴): د ننګرهار چارواکي او ځیني جهادي مشران وايي چې د افغانانو د سوکالۍ او نېکمرغې د دښمنانو له لوري د ولس او نظام پر ضد پلان شوې جکړه روانه ده، د دې او د افغانانو د وینو تویېدو د مخنیوي لپاره یې له طالبانو وغوښتل چې نور له جګړې لاس واخلي.

یادو چارواکو او مشرانو دغه څرګندوې په هغې غونډه کې وکړې چې له افغانستانه د روسانو د وتلو د ورځې (د سلواغلې ۲۶مه) په مناسبت نن د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه.

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي یادې غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال وویل چې د افغانستان د مجاهد ملت د پرله پسې عقیدوي مبارزې او جهاد په ترڅ کې له نن څخه اوه ویشت کاله وړاندې د سلواغې په ۲۶مه د وخت شوروي اتحاد ځواکونو له افغانستان څخه پښې سپکې کړې او له دې پاکې خاورې و ایستل شول.

نوموړی د دې تاریخې ورځې له امله د افغانستان او په ځانګړي ډول د ننګرهار مجاهدینو او ولسونو ته مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه، ویاړي چې د سرښندونو، مېړانو، جهاد او مبارزې په ترڅ کې مو اوس هېواد په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ پر لار برابر شوی دی.

د ننګرهار والي وویل: ((په خواشینۍ سره باید ووایم چې موږ د سلواغې له ۲۶مې څخه اوه ویشت کاله وروسته په داسې حال کې یادونه کوم چې اوس هم د ازادۍ، سولې او نیکمرغۍ د دښمنانو له لورې په هېواد کې د ولسونو او نظام پر ضد پلان شوې جګړه روانه ده.))

هغه زیاته کړه، په همدې حال کې ویاړي چې د ازادۍ  په روحیه زېږېدلي بچیان د ملي امنیتي قواو په لیکو کې د نظام او ولسونو پر ضد د یادې پلان شوې جګړې پر وړاندې مقاومت کوي او د امن او ثبات دښمنان یې له ماتې سره مخ کړي دي.

دغه راز جهادي او قومي مشر معلم عبدالعلي افغانستان د تاریخ په اوږدو کې له ویاړونو ډک هېواد وباله او زیاته یې کړه، د دغه هېواد بچیانو هر مهال مبارزه کړې او په ترڅ کې یې فتحې ترلاسه کړې دي.

هغه زیاتوي، په نړیواله کچه داسې فکر کېده چې افغانستان د وخت د روس د سرو پوځونو تر استعمار لاندې راغی خو د هېواد مېړنیو بچیانو د خپلو سرونو او وینو په بدل کې روسی پوځ مات کړ او له دې پاکې خاورې یې وشړل.

د ختیځ زون د علماؤ شورا ريیس مولوي حمیدالله صدیقي وویل، افغانانو د خپلې خاورې د ساتنې او خپلواکۍ ترلاسه کولو او د پاک رب ج د رضا د حاصلولو په موخه هجرتونه وکړل او همدا راز یې د سپېڅلي جهاد پر مهال ځانونه د خپلې خاورې د ساتنې په موخه شهیدان کړل.

په همدې حال کې د سولې ولایتي کمېټې ريیس او قومي مشر حاجي ملک نظیر بیا د غازي امان الله خان له خوا د خپلواکې له ترلاسه کولو وروسته د سلواغې ۲۶مه د افغانانو لپاره د یوې بلې خپلواکۍ ترلاسه کولو ورځ وبلله.

هغه افغان وسله وال طالبان وروڼه وبلل او ترې ویې غوښتل چې په دغه هېواد کې له پلان شوې جګړې لاس واخلي او د سولې له پروسې سره په یو ځای کېدو نور په دغه هېواد کې د وینو تویولو مخه ونیسي.

د دغه جهادي مشر په وینا، افغانستان د نړۍ په کچه د یوه اسلامي هېواد په توګه منل شوی او هېڅوک په ځانګړي ډول داعش په دغه هېواد کې د اسلام په نوم د جګړې کولو حق نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.