جلال اباد(پژواک،۲۶سلواغه۹۴): چارواکي وايي، چې ناپېژانده وسله والو د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې یو دیني عالم په ډزو سره وواژه.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ۲۶مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن دوه بجې موټرسايکل سپور د جلال اباد ښار په انګور باغ سيمه کې د مولوي احمدشاه په نامه دا ديني عالم په ډزو وژلی.
د والي وياند زياتوي، چې مولوي احمدشاه د جلال اباد د پخواني ګمرک په جومات کې تر ترجمې وروسته انګور باغ کې خپل جومات ته په لاره و، چې ډزې پرې وشوې.
خوږياڼی يادونه کوي، چې دې ديني عالم دولتي دنده نه درلوده.
د نوموړي په خبره د پېښې د څرنګوالي په تړاو ځېړنې پيل شوي دي.
د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي عبدالله پژواک اژانس ته وويل، چې د پېښه په سيمه کې پلی روان وو چې موټرو سايکل سپور په يوه پلي سړي ډزې وکړې او ويې واژه.
د ده په وينا وروسته معلومه شوه، چې وژل شوی کس ديني عالم دی.
تراوسه د دې پېښې مسوليت چا په غاړه نه دی اخېستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن