کابل (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٤): په هندوستان کې د سوېلي اسيا لوبو په ترڅ کې افغانستان د اوو سرو زرو په ګډون ٣٣ مډالونه ګټلي دي.
په بېلابېلو لوبو کې د سوېلي اسيا د اتو هېوادونو د سلګونو لوبغاړو په ګډون د سوېلي اسيا سيالۍ د هندوستان په ګواټي ښار کې پيل شوې دي.
له افغانستان څخه تر ٢٠٠ زياتو لوبغاړو د لوبو په بېلابېلو برخو کې برخه اخيستې ده.
د افغانستان لوبغاړو تر اوسه د دغو لوبو په غېږنيونې، تيکواندو او وشو لوبو کې د اوو سرو زرو مډالونو په ګډون ٣٣ مډالونه ترلاسه کړي دي.
د افغانستان د المپيک مډال ګټونکى روح الله نېکپا، محمود حيدري، شريف مرادي، سميه غلامي، محسن رضايي او احمد بخشي په تيکواندو کې او خيرالله لعل زاده په وشو کې د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړي دي.
د يادو لوبو د رسمي ويبپاڼې د معلوماتو له مخې، افغانستان د سرو زرو مډالونو تر څنګ ٨ د سپینو زرو او ١٨ د برونز مډالونه هم ګټلي دي.
د لوبو د چارو کارپوه سيد هادي کاظمي د افغان لوبغاړو لاسته راوړنې ستايي او زياتوي چې افغانستان اوس د يادو سياليو په څلورم مقام کې دى.
هغه زياته کړه چې افغانستان د تيکواندو په بېلابېلو وزنونو کې ګڼ مډالونه ترلاسه کړي دي.
په دې سياليو کې هندوستان تر اوسه د سرو زرو د ١٨٣ مډالونو په ګډون ٣٠١ مډالونه ترلاسه او په لومړي مقام کې ځاى لري.
سريلانکا په ١٨٠ مډالونو سره دويم، پاکستان ١٠٠ مډالونو سره درېيم او افغانستان په ٣٣ مډالونو سره په څلورم مقام کې ځاى لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن