کندهار (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٤): د کندهار د ارغنداب سيند د محافظوي دېوال د جوړولو چارې چې د بوديجوي ستونزو له امله درېدلې وې، بېرته پيل شوې.
د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي د يادې شوې پروژې په بېرته پيلېدو خوښي ښيي، خو غوښتنه کوي چې دغه محافظوي دېوال، چې اوس د دې ولسوالۍ تر بابا ولي سيمې پورې جوړېږي، د باغ پُل تر سيمې دې وغځول شي.
په دې اړه د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي پژواک خبري اژانس ته وويل، د ارغنداب پر سيند د ٣١ کيلومتره محافظوي دېوال چارې يو کال مخکې پيل شوې وې، چې په دې وروستيو کې د بوديجې د کمښت له امله درېدلې وې.
هغه زياته کړه، پر ارغنداب سيند د محافظوي دېوال د جوړولو پر پروژه ٢٢ ميليونه ډالر لګښت راځي، چې ټاکل شوې وه د پنځو کلونو په موده کې به بشپړه شي، خو د مالي ستونزو له امله د دغې پروژې کارونه له ځنډ سره مخامخ شوي وو، چې له ښه مرغه اوس بېرته پيل شول.
دى وايي، د کليو د بيارغونې او پراختيا له وزير انجنير نصير احمد دراني سره يو ځاى يې د دغې پروژې د کارونو له بيا پيلېدو ليدنه کړې، چې د دې ولسوالۍ شاوخوا ٨٠٠ تنه به په کې کار کوي.
شمسي وويل، دغه محافطوي دېوال د ارغنداب سيند دواړو غاړو ته د دې ولسوالۍ له سربند سيمې څخه پيل بيا تر باباولي زيارت پورې د ٣١ کيلومترو په اوږدوالي جوړېږي.
دى زياتوي، د دې دېوال په جوړېدو سره به د ارغنداب سيند په اوږدو کې د زرګونو کرنيزو ځمکو او باغونو د تخريب مخه ونيول شي او د دې تر څنګ به سلګونه زره جريبه هغه ځمکې د ګټې اخيستو وړ شي چې په تېر کې سيند ويجاړې کړې وې.
هغه دا يوه مهمه پروژه ياده کړه چې د خلکو د پر له پسې غوښتنو او په دې برخه کې تر ډېرو هلو ځلو وروسته د کليو او پراختيا وزارت له لورې منظور شوې او لګښت يې د هغوى له خوا ورکول کېږي.
مرستيال والي له خلکو وغوښتل چې د ياد شوې استنادي دېوال له چارو وخت په وخت څارنه وکړي، څو چارې يې په معياري توګه تر سره شي.
د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي د يادې شوې پروژې په بيا پيلېدو خوښي ښيي او له حکومت څخه د دغه دېوال د نور غځېدا غوښتنه کوي.
د حاجي سلام په نوم د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، اوسمهال پر ارغنداب سيند محافظوي دېوال د ٣١ کيلومتره په اوږدوالي له سر بند څخه تر باباولي سيمې پورې جوړېږي، خو دا دېوال بايد تر باغ پُل سيمې پورې وغځول شي.
دى وايي، د سيند په اوږدو کې دواړو څنډو ته د انارو باغونه او کرنيزې ځمکې شته چې سيند يې وخت په وخت لاندې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن