کابل(پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٤): نن ورځ د تېرې پنجشنبې په پرتله د ډالر پر وړاندې د افغانيو ارزښت کم شوى، د بورې بيه لوړه شوې، خو د اوړو بيه غورځېدلې ده.
د کابل ښار شهزاده سراى د صرافانو ټولنې غړي امين جان خوستي د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د پېرلو بيه ٦٩،٧٠ افغانۍ او د زرو پاکستاني کلدارو ٦٤٨افغانۍ ده.
تېره پنجشنبه د يوه امريکايي ډالر د اخيستلو بيه ٦٨،٩٠ افغانى او د زرو پاکستاني کلدارو بيه ٦٤٢افغانۍ وه.
په روان لمريز کال کې د افغانيو ارزښت ورځ تر بلې کمېږي.
د پژواک خبري اژانس د اقتصادي راپورونو له مخې، د روان کال د وري مياشتې په لومړيو کې يو امريکايي ډالر د شاوخوا ٥٧ افغانيو په بدل کې تبادله کېده.
په ١٣٨٢ لمريز کال کې د نوو افغاني بانکنوټونو له چاپ او خپرېدو وروسته افغانيو د يوه امريکايي ډالر پر وړاندې خپل ارزښت د ٤٨ او ٥٢ ترمنځ ساتلى و، خو دوه کاله وړاندې يې د پېرلو ارزښت تر ٥٩ افغانيو پورې ورسېد.
د نا امنيو ډېرښت، د بهرنيو مرستو کمښت او له هېواد نه د پانګې تېښته، د افغاني بانکنوټ د ارزښت کمېدو عمده لاملونه ګنل کېږي.
امين جان خوستى، يادو شوو لاملونو ته د اشارې ترڅڼګ وويل چې ددې ټولو ستونزو عمده لامل نا امني ده.
هغه زياته کړه چې د افغاني بانکنوټونو لپاره ورځ تر بلې تقاضا کمېږي او خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
هغه د افغانۍ ورځ تر ورځې کمېدونکى ارزښت د اندېښنې وړ وبللو او وويل چې دا ستونزه د توکو د بيې لوړېدو سبب ګرځي او د افغانانو پر اقتصادي وضعيت ناوړه اغېزه لري.
د کابل ښار د خوراکي توکو د پلورونکو ټولنې مشر فضل الرحمن هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې په نړيوالو بازارونو کې د خوراکي توکو په بيو کې د پام وړ کمښت راغلى، خو داچې د د افغانيو ارزښت کم شوى، په افغانيو د توکو په بيه کې چندان کمښت نه ليدل کېږي.
پژواک هڅه وکړه چې د افغاني پيسو د کمښت په اړه د مرکزي بانک له چارواکو سره خبرې وکړي، له اړيکه ورسره ونه نيول شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن