ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د داعش ضد عملیات نازیانو ته غځېږي

د داعش ضد عملیات نازیانو ته غځېږي

author avatar
18 Feb 2016 - 10:48
د داعش ضد عملیات نازیانو ته غځېږي
author avatar
18 Feb 2016 - 10:48

جلال اباد (پژواک، ۲۹ سلواغه ۹۴): د ننګرهار چارواکي وايي چې د اچين عمليات بريالي روان دي او ډېرې سيمې د داعش وسله والو له شتونه پاکې شوې دي.

د شاهين ۱۸ په نوم دغه ګډ پوځي عمليات روانه اوونۍ پيل شول چې د چارواکو په وينا تر اوسه په کې ۵۰ داعش وسله وال وژل شوي او تر ۲۰ پورې ټپيان شوي دي.

د ننګرهار والي او د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د قوماندان په ګډون امنيتي چارواکو پرون د دې ولسوالۍ د  ده سړک او مامندو سيمو ته سفر وکړ او د عملياتو بهير يې له نږدې وکوت.

د ننګرهار د ملي امنيت رييس جنرال داد محمد حريفي رسنيو ته وويل چې دغه عمليات بريالي روان دي او د ده په ټکو داعش به ډېر ژر له سيمې تېښته وکړي.

نوموړي وويل: ((لکه څرنګه چې دا سيمې له داعش پاکې شوې، ډېر ژر به يې په نازيانو ولسوالۍ کې هم پر ضد عمليات پيل شي.))

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمدشېرزاد په سيمه کې رسنيو ته وويل چې له تېرو څلور ورځو راهيسې په دغو عملياتو کې ۵۰ داعشیان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه چې ده سړک او مامندو په سيمه کې ۲۵ کلي له وسله والو نيول شوي  او سلګونه بېځايه شوي کورنۍ بېرته ورته راستنې شوې دي.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي د عملياتو په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د ده سړک درې ښوونځي بېرته فعال شول او نن يې درسونه پيل کړل.

والي وويل: ((د ده سړک لېسې تر څنګ په دې سيمو کې زموږ درې ښوونځي تړل شوي وو، په دې ښوونځيو کې د داعشيانو قرارګاوې وې اوس بېرته فعال شوو او موږ به ورته ټول امکانات برابر کړو.))

والي ژمنه وکړه چې په ياده ولسوالۍ کې په د ښې حکومتولۍ لپاره هڅې وکړي او بيا ځل يې اعلان وکړ چې غیر حاضر سيمه ييز مامورين به له دندو ګوښه کړي.

د سيمې يوه اوسېدونکي حيات خان پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د ده په وينا د منګل باغ ډلې سلګونه جنګيالي له افغان ځواکونو سره د جګړې لپاره ده سړک او مامندو ته راغلي وو.

د نوموړي په وينا په سيمه کې عمليات بريالي روان دي او دوی يې هرکلی کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.