ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ميدان وردګو په يو روغتيايي مرکز کې څلور شکمن کسان وژل شوي

د ميدان وردګو په يو روغتيايي مرکز کې څلور شکمن کسان وژل شوي

author avatar
18 Feb 2016 - 10:12
د ميدان وردګو په يو روغتيايي مرکز کې څلور شکمن کسان وژل شوي
author avatar
18 Feb 2016 - 10:12

کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٤): د ميدان وردګو ولايت په دايميردادو ولسوالۍ کې د سويډن کمېټې پر يوه روغتيايي مرکز په ترسره شوو نظامي عملياتو کې څلور شکمن کسان وژل شوي دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي چې د نوم له اخیستو يې ډډه کوله، د سلواغې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه روغتيايي مرکز د دايميرداد ولسوالۍ د تنګي سيدان په سيمه کې موقعيت لري.

هغه زياته کړه چې تېره شپه د ملي اردو ځواکونه راغلل او له ياد روغتيايي مرکز څخه يې دوه ټپيان او د هغوى دوه پايوازان و ايستل او بهر يې ووژل.

سرچينه زياتوي چې کېداى شي ټپيانو او د هغوى پايوازانو له وسله والو طالبانو سره تړاو درلود.

په افغانستان کې د سوېډن کمېټې د رسنيو مسوول محمد صلاح الدين مومند پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د ميدان وردګو ولايت په تنګي سيدان سيمه کې د ملي اردو ځواکونو د دې کمېټې په يوه روغتيايي مرکز عمليات ترسره کړي دي.

سرچينې زياته کړې، د دې عملياتو په پايله کې د سوېډن کمېټې په روغتيايي مرکز کې بستر دوه ټپيان او د يوه پاىواز په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

مومند وايي، دا عمليات د شپې په لسو بجو ترسره شوي، خو د سوېډن کمېټې روغتيايي کارکوونکو او يا هم روغتيايي مرکز ته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى.

هغه زياته کړې : (( د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه د افغان ملي امنيتي ځواکونو له خوا د دې کمېټې پر روغتيايي مرکز ترسره شوي عمليات په سختو ټکو غندي ، له بشر دوستانه قوانينو او د جنيوا کنوانسيون سره يې په ټکر کې بولي.

د ميدان وردګو د والي وياند توريالي همت پژواک اژانس ته وويل چې افغان ملي امنيتي ځواکونو تېره شپه د دايميردادو ولسوالۍ د تنګي سيدانو په سيمه کې ځمکني او هوايي عمليات تر سره کړي دي.

هغه زياته کړې چې په دغو عملياتو کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور يې ټپيان شوي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي چې افغان او امريکايي ځواکونو د تنګي سيدان پر روغتون عمليات کړي چې په پايله کې يې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.