ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسشمر د ننګرهار او بغلان له بېځايه شوو کورنيو سره د بېړنيو مرستو لارښوونه وکړه

ولسشمر د ننګرهار او بغلان له بېځايه شوو کورنيو سره د بېړنيو مرستو لارښوونه وکړه

author avatar
18 Feb 2016 - 17:36
ولسشمر د ننګرهار او بغلان له بېځايه شوو کورنيو سره د بېړنيو مرستو لارښوونه وکړه
author avatar
18 Feb 2016 - 17:36

کابل (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٤): ولسشمر غني د ختیځ او سوېل ختیځ ساحوي زونونو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې په ننګرهار او بغلان کې دې له بېځايه شويو کورنيو سره بېړنۍ مرستې وشي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، نن سهار د ختیځ او سوېل ختیځ ساحوي زونونو له نظامي او ملکي مسوولینو سره په ملي توحيد مرکز کې د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

سرچينه کاږي، لومړی د ۲۰۱ او ۲۰۳ قول اردوګانو قوماندانونو ولسمشر ته د ریزرف ځواکونو د رامنځته کولو په برخه کې د پرمحتګونواو همدارنګه د هغو زونونو د اړوندو ولایتونو د اوسني امنیتي او اوپراتیفي وضعیت په هکله  خپل کاري راپورونه وړاندې کړل اود یاد بهیر د لا ښه والي په موخه یې یو لړ وړاندیزونه هم وکړل.  

ورپسې د ملي دفاع وزارت سرپرست، د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت د عمومي ریاست او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې سرپرستانو د امنیتي وضعیت او پیشنهادي طرحو په هکله خپل نظریات وړاندې کړل.

وروسته ولسمشر د ۲۰۱ او ۲۰۳ ساحوي زونونو د امنیتي بنسټونو مسوولینو او منسوبینو ته د دوی د پرمختګونو او بریاو مبارکي وویله او په یادو ولایتونو کې د داعش او طالبانو د ځپلو له امله یې له هغوی څخه مننه وکړه.

ده وویل، له هغو کورنیو سره دې چې د ننګرهار ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د ترهګرو د ظلم او وحشت له امله بې ځایه شوې وې او اوس د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري بېرته خپلو سیمو ته د ستنېدو په حال کې دي، بیړنۍ بشري مرستې وشي.

هغه لارښوونه وکړه، چې د بغلان له هغو خلکو سره دې چې په دې وروستیو کې په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین کې د جګړې له امله زيانمن او یا له خپلو کورنیو څخه بې ځایه شوي دي، لازمې او بیړنۍ مرستې وشي.

نوموړي تینګار وکړ، چې په تېر او روان کال کې د ثابتو پوستو موجودیت، د هغو موثریت او نه موثریت، د پرسونل موجودیت او دا چې دا پوستې په کومو موقعیتونو کې پاتې او پیاوړې شي او له کومو موقعیتونو څخه د متحرک ریزرفي ځواکونو د تشکیل په خاطر راټولې شي، باید مطالعه او وارزول شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې ویډیو کنفرانس کې د جمهوري ریاست مرستیالانو، داجرائیه ریاست معاونینو، د ملي امنیت سلاکار او د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو رهبري پلاویو هم حضور درلود.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.