ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې ډېر ژر سراسري عمليات پيلېږي

په کندوز کې ډېر ژر سراسري عمليات پيلېږي

author avatar
18 Feb 2016 - 15:58
په کندوز کې ډېر ژر سراسري عمليات پيلېږي
author avatar
18 Feb 2016 - 15:58

کندوز (پژواک، ٢٩ سلواغه ٩٤): کندوز ته تللي پوځي پلاوي اعلان وکړ چې د وسله والو مخالفينو د ځپلو او سيمو چاڼ کولو لپاره به ډېر ژر په کندوز کې سراسري عمليات پيل شي.

 

شمال ختيځ  کې ٨٠٨ سپين زر زون عمومي قوماندان لوى پاسوال شېر عزيز کامه وال نن پژواک خبري اژانس ته وويل  چې د ملي دفاع وزارت ستر درستيز قدم شاه شهيم او د کورنيو چارو وزارت ستر مرستيال لوى پاسوال ايوب سالنګي کندوز ته تللي دي او د امنيتي ځواکونو له قطعاتو څخه يې ليدنه ترسره کړې ده.

 

نوموړي وويل چې هغوى امنيتي اوضاع څېړلې ده او د امنيتي ځواکونو ستونزې او اړتياوې يې پلټلې دي څو ورته لاسرسى وشي.

له بل لوري د ملي دفاع وزارت لوى درستيز په خبري غونډه کې وويل چې ډېر ژر به پراخ عمليات په لار واچول شي او کومو سيمو کې چې طالبان فعاليت کوي، چاڼ به يې کړي.

شهيم طالبان پردي نوکران او د خلکو له خوا رټل شوي کسان وبلل او زياته يې کړه چې هغوى نور نه شي کولى بيا د کندوز ښار ونيسي.

په کندوز کې د ولايتي شورا او مدني ټولنو غړو، څو ځلې د دغه ولايت د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او ګواښ يې کړى دى که د طالبانو پر وړاندې عمليات ترسره نه شي، په راتلونکي پسرلي کې به کندوز په خورا خطرناک ډول سقوط وکړي.

 

د کورنيو چارو وزارت ستر مرستيال په دې غونډه کې وويل: "د کندوز په ځينو سيمو کې کشفي او کوچني عمليات ترسره شوي دي او انشاءالله کندوز به ډېر ژر د وسله والو مخالفينو له شتونه پاک شي.

 

سالنګي زياته کړه چې په دې موخه يې کندوز ته سفر کړى څو شمال ختيځ زون کې د امنيتي ځواکونو ستونزې او اړتياوې په ګوته کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.