جلال اباد (پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٤) :چارواکي وايي چې د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د هوايي بريد پر مهال د دولت شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بهرنيو ځواکونو لخوا دا بې پيلوټه هوايي بريد تېره ورځ د هسکې مېنې ولسوالۍ په شيخه کنډو سيمه کې شوى و.
هغه زياته کړه، د هوايي بريد پر مهال شپږ وسله وال مخالفين چې په يو عراده ډاډسن موټر کې روان وو، وژل شوي او موټر يې هم له منځه وړل شوى دى.
د والي وياند دغه راز وويل، چې د امنيې قوماندانۍ موظفينو په دې ولايت کې پنځه تنه شکمن کسان نيولي او پنځه عدده لاسي بمونه يې کشف او شنډ کړي دي.
دغه راز هغه زياته کړه، چې پوليسو د جلال اباد ښار په اومه ناحيه کې عمليات ترسره کړي چې پرمهال يې پنځه تنه له وسله والو مخالفينو سره د اړيکو لرلو په تور نيول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون ځايي چارواکو په اچين ولسوالۍ کې هم د هوايي بريد پر مهال د داعش د ١٥ وسله والو د وژلو خبر ورکړى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن