خوست ښار ( پژواک، ٣٠ سلواغه ٩٤) : په خوست ولايت کې د ملي امنيت رياست يو مدير په يوه چاودنه کې ووژل شو.
د دې ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د سلواغې په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار د خوست ښار شمالي څنډه کې پر حلقوي سړک رامنځته شوه.
سرچينې زياته کړه چې د ملي امنيت رياست د اطرافي مدير اسماعيل پر موټر د مقناطيسي ماين چاودنه شوې، چې له امله يې هغه وژل شوى دى.
د خوست مرستيال والي عبدالواحد پټان پېښه تاييدوي، خو نور جزئيات نه لري.
د محمد اسلم په نامه يوه عيني شاهد هم پژواک ته وويل چې پر يوه کرولا موټر چاودنه شوې او يو تن په کې وژل شوى دى.
تر اوسه ددې پېښې مسووليت چا نه دى منلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن